له کډوالو د مخنیوي لپاره هنګري له کروېشیا سره خپله پوله وتړله

د انځور حقوق Reuters

د لودیځ او شمالي اروپايي هېوادونو پر لور د زرګونو پناه غوښتونکو له راتګه وروسته اوس د هنګري هېواد د پناه غوښتونکو د لارې د ډپولو لپاره او د راتلونکو کسانو د شمېر د کمولو لپاره خپله پوله له کروېشیا سره وتړله.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیزارتو د دغه هېواد په پلازمېنې بوداپست کې په یوې خبرې ناستې کې د خپل هېواد نوې پرېکړه واوروله.

ښاغلي سیزارتو وویل " د ملي امنیت کابینې پرېکړه وکړه چې د شنبې د ورځې له لومړۍ شېبې به د هنګري او کروېشیا تر منځ پر ټولې پولې د شنګن مقررات پلي کېږي. دا په دې معنا ده چې له نیمې شپې څخه به د هنګري او کروېشیا ترمنځ شنه پوله وتړله شي".

د انځور حقوق Reuters

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد د دغې پرېکړې لامل له یونان څخه د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره، د اروپايي اتحادیې له خوا د ځواکونو په ځای پر ځای کولو کې پاتې راتلل وبلل.

له بلې خوا کروېشیا هم اعلان کړی چې د پناه غوښتونکو څپې به د سلوېنیا پر لور بوځي.

د سلوېنیا د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي چې پر پوله یې ډېر ځواکونو درولي.

هنګري له خپل بل ګاونډي سربیا سره خپله پوله تر دې وړاندې تړلې وه.

د انځور حقوق Getty

هنګري د پناه غوښتونکو لپاره د ترانزیت یا تېرېدو عمده هېواد ؤ.

سره له دې چې ډېر لږ شمېر پناه غوښتونکي په هنګري کې پناه اخلي خو هنګري د کډوالو پر وړاندې تر نورو اروپايي هېوادونو کلک دریځ غوره کړی.

فقط څو شېبې وړاندې تر دې چې هنګري خپله پوله وتړي، د څو سوو پناه غوښتونکو ډله چې وررسېدلې وه، وروستۍ دا وه چې پرېښودل شوه.

ورته مطالب