پاکستان: پولیسو سره ډزو کې اته سخت دریځي وسلوال وژل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د ډزو پایله کې اته سخت دریځي ووژل شول او د هغوی له پټنځایه وسله او چاودیدونکي توکي هم موندل شوي دي

د پاکستان کراچۍ ښار کې ځايي چارواکي وايي پولیسو سره ډزو کې اته سخت دریځي وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا پېښه د کراچۍ په منګوپیر نومي سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي پولیس وايي ډزو کې د پولیسو د ځايي مرکز افسر او ډریور یې ټپیان شوي دي.

د یو پولیس افسر عبدالوحید په خبره پولیس هغه کور ته ورغلل، چې دوی ته ویل شوي و، پکې وسله وال پټ دي، چې ډزې وشوې.

د نوموړي په خبره د ډزو پایله کې اته سخت دریځي ووژل شول او د هغوی له پټنځایه وسله او چاودیدونکي توکي هم موندل شوي دي.

دغه افسر زیاتوي، چې د وسله والو ډزو کې د ځايي پولیسو مرکز مشر افسر غلام حسین کوراني او ډرېور یې الطاف هم ټپیان شوي دي، چې وايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا وژل شوي کسان پر پولیسو بریدونو کې ښکېل وو، خو وايي په دې اړه څېړنه کېږي، چې دغه کسان د کومې وسله والې ډلې غړي وو.