مصر کې پارلماني ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ده

د انځور حقوق

رپوټونه وايي، د مصر لومړنیو پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون کمزوری دی. د مصر د ټاکنو کمیسیون وايي، شاید په دویمه ورځ ټاکنو کې ډېر خلک ګډون وکړي.

په مصر کې د لومړنیو پارلماني ټاکنو پر لومړۍ ورځ خلکو په رای اچونه کې ډېره لېوالتیا نه ده ښودلې، همدا لامل دی چې د ټاکنو عالي کمیسیون په ولایتونو کې د عامه ټاکنو مرکزونو مشرانو ته ویلي، چې د رای اچونې لپاره وخت نور هم وغځوي.

د ټاکنو کمیسیون مشر عمر مروان ویلي ''تر هغو د خلکو د ګډون د ډېروالي یا لږوالي کچه نه شي معلومېدی، چې د دویمې ورځې د خلکو ګډون روښانه شوی نه وي''.

وړاندې دغه کمیسیون ویلي وو، چې د یکشنبې په ورځ په ټاکنو کې د خلکو ګډ،ن .۲.۲٪ و.

خبریالان وايي، ډېر کم خلک د رای اچونې په ځایونو کې لیدل کېږي، خو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر و.

د انځور حقوق
Image caption ددغو ټاکنو څارنه د ۸۷ ټولنو له خوا کېږي، چې شپږ پکې نړیوالې دي.
د انځور حقوق epa

د مصر لومړي وزیر شریف اسمعیل د ټاکنو پرمهال د حکومتي بنسټونو د رسمي دندې وخت نیمايي ته راټیټ کړی، چې خلک رای اچونې ته وهڅول شي.

د انځور حقوق
د انځور حقوق AP

اسمعیل وايي دا پرې:ړه یې د خلکو او په ولایتونو کې د وګړو د غوښتنې پربنسټ کړې ده، چې هغوی وکړای شي په کافي وخت کې خپلې رایې واچوي''.

بل خو د ټاکنو عالي کمیسیون ویاند عمر مروان وايي، تر ډېره په دغو ټاکنو کې عمر خوړلو کسانو (تر ۶۰ کلونو د ډېر عمر کسانو) ګډون کړی.

د انځور حقوق Getty

د یوې شمېرې له مخې ''په ټاکنو کې تر ډېره له ۱۸ او ۲۱ کلونو د ټیټ عمر کسانو ګډون نه دی کړی''.

د مصر اسکندریه، الجیزه او البحیره هغه ولایتونه دي، چې د رای اچوونکو ډېر شمېر پکې ثبت شوی.

د انځور حقوق Reuters

د مصر پارلمان ټول ټال ۲۲۶ څوکۍ لري، چې په لومړي ځل یې د اساسي قانون له مخې نوم له ولسي جرګې پر مشرانو جرګې واوښت.

ددغو ټاکنو څارنه د ۸۷ ټولنو له خوا کېږي، چې شپږ پکې نړیوالې دي.

د انځور حقوق Other