د لارو او کوڅو هنر نړۍ بدلولی شي؟

Image caption په دې انځور کې د برازیل یوې بېوزلې سیمې کې سترګې او مخونه لیدل کېږي چې بهر ته ګوري. (د JR-ART.net انځور)

جی آر یو فرانسوی هنرمند دی او د خپلو انځورونو د نندارې لپاره په لارو او کوڅو کې له دېوالونو او ودانیو کار اخلي.

هغه بي بي سي سره د یوې مرکې په ترڅ کې د خپلو هنري کارونو د اهمیت په اړه غږیدلی، یوه بېلګه یې هغه پروژه ده چې غواړي اسرائیلیان اوفلسطینیان سره یو ځای کړي.

دا فرانسوی هنرمند تصویرونه اخلي او بیا یې پر دېوالونو او ودانیو باندې نندارې ته ږدي.

"آیا هنر نړۍ بدلولای شي؟" تر عنوان لاندې یې د هنر د اهمیت په اړه یو کتاب لیکلی او د نړۍ په عمومي ځایونو کې خپل هنري آثار نندارې ته ږدي لکه پر هغه دېوال باندې چې اسرائیل او غزه سره بېلوي.

Image caption د نیویارک فلاتیران پلازا ۲۰۱۵ یو ستر انځور

نه هېرېدونکی

جی آر له کاغذ او سرښ څخه کار اخلي او لوی لوی انځورونه چې کله کله د یوې ودانۍ په کچه ستر وي پر دېوالونو نښلوي.

په منځني ختیځ کې یې د هغو اسرائیلیانو او فلسطینیانو تصویرونه اخېستي چې همدغه ډول کارونه کوي، او څنګ پر څنګ یې پر هغه امنیتي دېوال باندې چې غزه او اسرائيل سره بېلوي نندارې ته ایښي.

Image caption په بیت الحم کې د امنیتي دېوال پر فلسطیني اړخ باندې د اسرائیلیانو او عربو تصویرونه

د تصویرونو د مخامخ اېښودلو نظریه د دې لپاره وه چې وښيي ولې فلسطینیان او اسرائیلیان نشي کولای د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره یوه لار پیدا کړي.

جی آر په خپلې وېبپاڼې کې لیکي

"دا خلک یو ډول ښکاري، تقریبا په یوه ژبه غږېږي، لکه غبرګوني ورونه دي چې په بېلابیلو کورنیوکې لوی شوي دي. یو بزګر، یو ټکسي چلوونکی، یو ښوونکی، چې غبرګونی ورور یې مخې ته ولاړ دی، او یو له بله سره په نه ختمېدونکې جګړو بوخت دي. دا خبره څرګنده ده، خو هغوی یې نه ویني. موږ باید هغوی یو له بله سره مخامخ کړو. وبه پوهېږي"

Image caption لارې او کوڅې په خپله د جی آر د هنر لپاره یو چوکاټ جوړوي. ( د JR-ART.net تصویر)

هغه وايي چې دا مخامخ تصویرونه د غیرقانوني عکاسۍ یو ستر او بې ساری نندارتون وو.

غبرګون

جی آر وايي د دې پروژې تر ټولو مهمه برخه دا ده چې خلک له هنر سره څرنګه رویه کوي او پر لارې تېرېدونکو خلکو لپاره اکثرا سخته وي چې د دې انځورونو په اړه خپل فکر بیان کړي.

Image caption په بیت الحم کې راهبې پر یو دیوال باندې د یو تصویرنښلولو کې مرسته کوي. (د JR-ART.net تصویر)

هغه بي بي سي ته وویل:

"خلک نه شي پېژندلای چې څوک څوک دی- څوک یې دوست او څوک یې دښمن دی"

جی آر د انستاګرام له لارې هم خپل آثار خپروي او د خلکوتبصرې لولي.

"هلته تل یو څوک شته چې دغې ودانۍ کې ژوند کوي، هغوی خپل غبرګون ښيي. تاسو داسې فکر کوئ چې دا یوه لویه کوڅه ده چې موږ ټول په کې ژوند کوو"

Image caption جی آر دا انځور د فرانسې په مونتفیرمیل کې پر یوې مترو کې ویجاړې ودانۍ باندې کښلی دی. ۲۰۱۳ (JR-ART.net تصویر)

نړۍ بدلوونکی؟

د جی آر هنر په داسې کچه دی چې له پامه نه شي غورځېداې، خو آیا خلک ورباندې عمل کوي؟ په ریښتیا نړۍ بدلولای شي؟

د بي بي سي د هنري چارو مسول مدیر وېل ګامپرتز فکر کوي چې کېدای شي نړۍ بدله کړي.

"د جی آر هنر پر دې باندې ژور اغېز لري چې موږ نړۍ څرنګه وینو، دا تقریبا د یو ډول ټولنیز فعالیت په شان دی، چې هنرمندان په کې پیاوړې او ترخې خبرې کوي"

خو جی آر خپله څه فکر کوي؟

"زه د دې پوښتنې ځواب نشم ویلای چې آیا هنر نړۍ بدلولای شي؟ په یو څه چې باور لرم هغه دا دی چې يقینآ کولای شي چې د نړۍ په اړه زموږ پوهه بدله کړي"