پر مټ له ۱۱ د ډېرو خاپونو شتوالی، د سرطان خطر دی

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د دغه تحقیق پایلې د برتانیا ژورنال اف ډریمولوژي کې خپرې شوې دي، چې پکې د درې زره غبرګونو نجونو ډیټا کاروله شوې ده

برتانیا کې یوې څېړنې ښوولي، چې که پر یوه مټ له ۱۱ ډېر خاپونه وي، وايي دا ښيي، چې دغه کس له معموله ډېر د ( میلانوما ) یا پوستکي د سرطان له خطر سره مخامخ دی.

هو! د ښي لاس خاپونو له شمېرلو وايي د ټول وجود د خاپونو کچه معلومیږي.

د دغه تحقیق پایلې د برتانیا ژورنال اف ډریمولوژي کې خپرې شوې دي، چې پکې د درې زره غبرګونو نجونو ډیټا کاروله شوې ده. دې سره وايي ډاکټران په اسانۍ سره هغه کسان معلومولای شي، چې د میلانوما یا پوستکي د سرطان له خطر سره مخامخ دي.

میلانوما د پوستکي سرطان یوه بڼه ده، چې پکې د پوستکي ژوڼکو ویجاړیدو له کبله یوه خطرناکه دانه راخیژي. برتانیا کې هر کال نژدې ۱۳۰۰۰ کسان په دغه ناورغۍ اخته کېږي.

دغه ناروغي معمولاً بدن کې د غیر عادي خاپونو ' زخو ' له کبله پراخیږي. ځکه ویل کېږي، چې میلانوما له خاپونو سره تړاو لري. په دې معانا چې که د چا په بدن کې خاپونه ډېر وي، له دغې ناروغي یې د اغیزمنیدو خطر هم ډېر وي.

د لندن کنګزکالج څېرونکو تر اتو کلونو پورې د ګڼ شمېر غبرګونو نجونو د پوستکي بڼه او پرې شته لوی خاپونه او زخو څېړنه کړې. وروسته د داسې څلور سوه کسانو د پوستوکي دویم ځلې معاینات شوي، چې له میلانوما اغیزمن شوي دي او دې سره دوی ته د دغه ډول سرطان د خطر په اړه چټک او اسان معلومات تر لاسه شول.

هغه مېرمنې چې پر ښي مړوند یې له اوو ډېر خاپونه وو، پر ټول وجود یې د ۵۰ خاپونو امکان و او دغه راز یې پر ناروغۍ د اخته کېدو احتمال نهه سلنه و.

پر مټ د شته خاپونو شمېر

د هغو مېرمنو پر کیڼ مټ چې ۱۱ خاپونه وو، پر نور وجود یې له ۱۰۰ ډېر خاپونه وو او په ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې نور هم ډېر و. د څېړونکو ډلې یو غړی سایمن ریبیرو وايي:

' د احتیاطي تدبیرونو لړ کې دا مهم پرمختګ دی او ډاکټر دې سره کولای شي، په وجود کې د شته خاپونو کره شمېر معلوم کړي.'

د ټیم یو بل غړی ویرونک بیتیلي وايي، که یو څوک د خپل وجود کوم غیر عادي خاپ له کبله روغتیا پال ته ځي د هغه پر مټ د شته خاپونو له کبله ښايي د خطر زنګ محسوس شي او له هغه وروسته کولای شي د درملنې لپاره متخصص ډاکټر ته ورشي.

بل لور ته برتانیا کې د سرطان په اړه د څېړنیز مرکز اړوند ډاکټر کلیئرنایټ په خبره دا څېړنه تر یوه حده مرسته کوي، خو وايي دا هېڅ ضروري نه ده، چې میلانوما نومي ناروغي د وجود له خاپونو وده کوي.

د هغه په خبره د پوستکي له نیمايي هم لږ سرطانونه د خاپونو له کبله رامنځته کېږي.

هغه وايي، میلانوما د بدن پر هره برخه له خاپونو پرته هم رامنځته کېدای شي.