ولسمشر اسد په يوه نااعلان شوي سفر روسيې ته تللی

د انځور حقوق Reuters
Image caption مسکو وايي د اسلامي دولت ډلې په ګډون ټولې هغه اورپکې ډلې په نښه کوي چې د ښاغلي اسد د حکومت پر ضد جنګېږي

د سوريې ولسمشر بشار الاسد په يوه نااعلان شوي سفر مسکو ته تللی او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې په سوريه کې د روان وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

دا له هغې راهيسې چې په ۲۰۱۱ کال کې د ولسمشر اسد پر ضد پاڅون پيل شوی بهر ته د ده لومړنی سفر دی.

د روسيې د ولسمشرۍ دفتر وياند ديمتري پيسکوی ويلي ښاغلی اسد تېره ورځ ناوخته (سې شنبه، اکتوبر ۲۰مه) روسيې ته په کاري سفر ورغلی دی.

روسيې تېره مياشت په سوريه کې خپل هوايي بريدونه پيل کړل.

دې بريدونو د لويديځ په ځانګړي ډول د امريکا غبرګون له ځان سره درلود چې په خبره يې د اسلامي دولت ډلې ترڅنګ د اسد مخالفين يې هم په نښه کړي دي.

مسکو وايي د اسلامي دولت ډلې په ګډون ټولې هغه اورپکې ډلې په نښه کوي چې د ښاغلي اسد د حکومت پر ضد جنګېږي.

ښاغلي ديمتري خبريالانو ته ويلي دواړو مشرانو د ده په خبره د ترهګرۍ ضد جګړې د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

دی وايي دواړو ولسمشرانو دغه راز په سوريه کې د روسيې د هوايي بريدونو د دوام په اړه هم غږېدلي دي.

دا لا روښانه نه ده چې ښاغلی اسد اوس هم په روسيه کې دی او که بېرته دمشق ته ستون شوی دی.

ورته مطالب