'' پر امنیتي مسایلو به خبرې په سر کې ځای ولري ''

Image caption نوازشریف د ولسمشر اوباما په بلنه په څلور ورځني سفر متحدو ایالتونو ته تللی دی

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر باراک اوباما سره ویني، چې پکې به دواړه مشران افغانستان کې د سولې خبرو کې د پاکستان مرستې په اړه او دغه راز د سیمې ټیکاو په اړه وغږیږي.

نوازشریف د ولسمشر اوباما په بلنه په څلور ورځني سفر متحدو ایالتونو ته تللی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند په خبره د ولسمشر اوباما او نوازشریف تر منځ به د سولې خبرې په سر کې ځای ولري.

دغه لیدنه داسې مهال کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد کې جګړې زور اخیستی او پکې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو سکرتر اعزازچودري د چهارشنبې په شپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې هيواد به په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ لپاره د خپلې خاورې اجازه هېڅکله ورنه کړي.

دا وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ویلي و:

''زه غواړم سیمه کې ټولو ته ووایم، چې پر طالبانو د سولې خبرو لپاره فشار راوړي او دې سره د افغانستان کې د سولې راوستو کې ونډه واخلي.''

له دې مخکې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ دوه ځلې پاکستان کې خبرې شوې دي، خو د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر له تایید وروسته دغه خبرې وځنډېدې.