یو ټیوب د پېسو بدل کې نوي خدمتونه وړاندې کوي

Image caption نویو خدمتونو ته د یو ټیوب ریډ نوم ورکړل شوی او د امریکا متحدو ایالتونو کې به لومړي سر کې وړاندې شي

یو ټیوب د اشتراک خدمتونه وړاندې کوي، چې پکې به ځانګړې، اصلي ویډیوګانې او د اوږدې دورانیې مستند فلمونه شامل وي.

دغه خدمتونه، چې یو ټیوب ریډ نوم ورکړل شوی، لومړي سر کې به یوازې د امریکا متحدو ایالتونو کې وړاندې کېږي، چې میاشتنی لګښت یې ۹ اعشاریه ۹۹ ډالره یاد شوی او پکې به سوداګریز اعلانات نه خپریږي.

خو بل لور ته ماهرین وايي دا به ګرانه وي، چې میلیونونه کارونکي له داسې خدمتونو لپاره، چې دوی یې د وړیاتوب تمه کوي د پېسو ورکړې ته رامات شي.

ماهر این مووډ هم په دې باور دی، چې د کارونکو لږ شمېر به د دغه ډول خدمتونو پېرودلو ته زړه ښه کړي. ' تاسې به ښايي د کارونکو نیمايي شمېر هم و نه وینئ، چې دغه ډول خدمتونو بدل کې پېسې ورکړي. دغه شمېر به خورا لږ وي.'

د انځور حقوق Reuters
Image caption کمپنۍ په یوه پیغام کې ویلي، چې مینه والو یې له ډېرې مودې راهیسې نورو خدمتونو غوښتنه کوله

خو هغه زیاته کړه، چې دوی ښايي دې سره یو څه پېسې ومومي او د ګوګل له نظره دغه چاره دوی د لوړ معیار تولید کچې په لوبه کې شاملوي.

د نوموړي په خبره د نورو ویډیويي ویبپاڼو په څېر یو ټیوب هم غواړي په داسې یوه مرکز بدل شي، چې د نورو له لوري د چمتو شویو موادو څرګندولو پر ځای داسې اصلي محتوا وړاندې کړې، چې دوی پکې پانګونه کړې.

یو ټیوب به د امریکا متحدو ایالتونو کې د یوټیوب ریډ نومي دغه خدمتونه د امریکا متحدو ایالتونو کې د اکتوبر له ۲۸ مې د یوې میاشتې لپاره په وړیا توګه وړاندې کړي او په نړیواله کچه به یې وايي بیه او د خپرولو نېټه ژر اعلان شي.

کمپنۍ په یوه بلاګ پیغام کې په دې اړه لیکلي ''د یوټیوب مینه والو له کلونو راهیسې موږ ته ویل، چې دوی د لا زیاتو خدمتونو غوښتنه لري. دې سره به دوی ته د خوښې وړ موادو لیدو پر مهال فرصت ډېر شي، د دوی تخلیق د ودې لپاره به نورې لارې پرانیستلې شي او تر ټولو مهمه دا چې د خوښي وړ مواد به له کومې مداخلې پرته وګوري.''