پوتین: اسد له مخالفو وسله والو سره خبرو ته چمتو دی

پوتین دا څرګندونې مسکو ته د اسد له سفر وروسته کړې دي د انځور حقوق AP
Image caption پوتین دا څرګندونې مسکو ته د اسد له سفر وروسته کړې دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د سوري حکومت مشرتابه له وسله والو مخالفانو سره خبرو ته چمتووالی ښوولی دی.

د پوتین دا څرګندونې مسکو ته د اسد له ناڅاپي سفر ۴۸ ساعته وروسته په ډاګه شوې دې.

پوتین د روسیې سوچي ښار کې له بهرنیو چارواکو سره په غونډه کې وویل، د سوریې مشرتابه باید له خپلو وسله والو مخالفانو سره خبرو ته چمتووالی وښيي. دی وايي ولسمشر بشار الاسد د جوړجاړي خبرو ته چمتو دی.

پوتین په دې اند دی چې د سوریې د کړکېچ یوه برخه ''کورنۍ سیاسي ستونزې دي''.

د روسیې ولسمشر د اسد له سفر وروسته د سعودي له پاچا سلمان او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ایردووان سره هم تیلېفوني خبرې کړې دي.

خو مسکو د اسد د سفر د اصلي هدف په اړه څه ونه ویل، ایله دومره یې ویلي چې له هغه سره یې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې د ګډو پوځي عملیاتو په اړه خبرې وکړې.

خو پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل، اسد ورته ویلي، که چېرې وسله وال مخالفان د ''اسلامي دولت'' ډلې ضد همکارۍ ته چمتو شي، دوی به هم د جوړجاړي خبرو ته په مثبت نظر وګوري.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونو په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو جګړه ییزې وړتیاوې غښتلې کړې دي.

ورته مطالب