پاکستان کې د عاشورا پر لاریون برید ۲۲ کسان وژلي

Image caption چاودنه د کوټې روډ په سیمه کې شوې چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي.

د پاکستان په جیکب اباد ښار کې د شیعه ګانو د عاشورا د مراسمو پر مهال برید شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر ظفر ملک ویلي د لومړیو معلوماتو پر بنسټ په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي خو نوموړي وویل، ښايي د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

ښاغليٍ ملک وویل، لا تر اوسه په ډاګه نه ده چې دا ځانمرګی برید و او که موټر بم چاودنه.

چاودنه د کوټې روډ په سیمه کې شوې چې ګڼه ګوڼه په کې تل ډېره وي.

په سیمه کې د روغتون چارواکي وايي چې لا تر اوسه ورته د ۲۲ کسانو مړي راوړل شوي چې د پېژندنې چارې یې روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف چې دا مهال په یوه رسمي سفر په واشنګټن کې دی دغه چاودنه غندلې.

د پاکستان د سېند ایالت مشر وزیر سید قایم شاه امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې په سیمه کې د عاشورا د مراسمو پر مهال دې لا نور جدي امنیتي ګامونه پورته کړي.