کيري: ويانا کې د سوريې په تړاو خبرې ګټورې دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په سوريه کې د روسيې پوځي ښکېلتيا د لويديځ اندېښنې زياتې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ویانا کې د سوریې د جګړې پای ته رسېدو په اړه خبرې رغېدونکې وبللې.

په دغو خبرو اترو کې د روسیې، ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوریې د حکومت او مخالفیو تر منځ د خبرو اترو په زیاتوالي اوګړندیتوب ټينګار وکړ.

خو سعودي عربستان، امریکایان او ترکان د سوریې ولسمشر بشار اسد سره د روسيې د مخکني پوځي ملاتړ سره مخالفت کوي.

امریکایانو خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د روسیې پوځي ښکېلتیا د جګړې د دوام خطر لري.

د لويديځ په ځانګړي ډول د امريکا اندېښنې وروسته له هغې نورې هم زياتې شوې چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد روسيې ته په يوه نااعلان شوي سفر ورغی.

روسيې په زغرده ويلي په سوريه کې د ټولو هغو اورپکو ډلو پر ضد پوځي عمليات کوي چې د بشار الاسد د حکومت مخالفت کوي.

امريکا وايي د روسيې هوايي ګوزارونو د ښاغلي اسد سياسي مخالفين هم په نښه کړي دي. لويديځ او امريکا له دغو ډلو سره سياسي او پوځي مرستې کوي.

جان الن

د انځور حقوق Reuters
Image caption جان الن د هغه څه له امله شهرت لري چې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد یې د ۶۰ هېوادونو ایتلاف یې جوړ کړ

هغه امریکایی جنرال چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد د جګړې د ایتلاف قوماندان دی له دندې ګوښه کېږي.

جنرال جان الن چې په دې دنده یوکال و، پر ځای یې مرستیال برېت مک ګورک وټاکل شو. له وړاندې د هغه د لرې کېدو تمه کېده.

د بي بي سي خبریال وایي، جان الن د هغه څه له امله شهرت لري چې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد یې د ۶۰ هېوادونو ایتلاف یې جوړ کړ.

خو د سوریې حکومت مخالفینو په روزنه کې د امریکا پر تګلارې او د روسیې په پوځي شته والي له امله پرې نیوکې شوې دي.

ورته مطالب