''د روسیې مداخله سوریه د افغانستان په برخلیک اخته کوي''

د انځور حقوق Reuters

د خلیج د همکارۍ شورا مرستیال مشر عبدالعزیز ابو حمد العویشق بي بي سي ته ویلي، په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله د ترهګرو لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده، چې خطر یې ټولې سیمې ته متوجه دی.

العویشق خبرداری ورکړی، چې په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله پخپله د روسیې او امریکا ترمنځ ترینګلتیا ډېروي.

نوموړي د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې بي بي سي ته وویل، مسکو ته بشار الاسد ځکه سفر کړی، نور په سوریه کې راتلونکی نه لري.

پر همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سیمې له مشرانو سره د خبرو لپاره ریاض ته تللی، خو هیله یې دا ده چې په سوریه کې د جګړې د ختمېدو لپاره د لارو چارو لټولو په پلمه ژر یوه نړیواله غونډه جوړه شي.

روسیه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د جګړې لپاره عربي او لوېدیځ هېوادونه له ځان سره د درولو لپاره هڅوي.

په بي بي سي کې د نړیوالو چارو لویه ایډیټره لیز دوسیت وايي، د خلیجي همکارۍ شپږ غړي عربي هېوادونه د سوري ولسمشر هر ډول پوځي او سیاسي رول ردوي.

العویشق دا هم ویلي، چې په سوریه کې د روسیې پیل شوي هوايي بریدونه به روسیې ته ناوړه پایلې ولري.

Image caption العویشق: ''په سوریه کې د روسي حضور ډېرېدل ترهګرو ډلو ته یوه غوره ډالۍ ده، چې لا نور جنګیالي سمبال کړي''.

دی وايي: ''باوري یم چې د لویو قوتونو (روسیې او امریکا ترمنځ) ترینګلتیا ته په لوی لاس لمن وهل کېږي. موږ ټول په دې اړ اندېښمن یو''.

نوموړی زیاتوي ''د روسیې هغه پرېکړه د خواشینۍ خبره ده چې د نړیوال ایتلاف له هېڅ غړي سره یې له سلامشورې پرته هلته بریدونه پیل کړل''.

دی وايي، ''په سوریه کې د روسي حضور ډېرېدل ترهګرو ډلو ته یوه غوره ډالۍ ده، چې لا نور جنګیالي سمبال کړي''.

Image caption روسیه ټنیګار کوي، چې له "ترهګرو" د سوریې ساتل غواړي، نه دا چې د بشار الاسد ملاتړ وکړي

نوموړی زیاتوي: ''ټول پوهېږي چې افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او حضور پرمهال څه وشول، هلته یې د نړۍ له هر ګوټ نه د جنګیاليو په ورماتو کې همکاري وکړه. شاید اوس هم داسې وشي، او ډېر امکان شته چې د روسیې د مداخلې غځولو په صورت کې په سوریه کې دا کار وشي''.

العویشق زیاتوي، د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا – چې د سوریې د وسله والو مخالفانو پوځي ملاتړ کوي – د جوړجاړي په خبرو کې د بشار الاسد رول مني، خو په انتقالي حکومت کې یې نه شي زغملی.

په وروستیو کې د لوېدیځو مشرانو په دې اړه خپل دریځ نرم کړی، او وايي امکان لري –لږترلږه د کم وخت لپاره - اسد په واک کې پاتې شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption العویشق زیاتوي، د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا – چې د سوریې د مخالفو پوځي ملاتړ کوي – د جوړجاړي خبرو په خبرو کې د بشار الاسد رول مني، خو په انتقالي حکومت کې یې نه شي زغملی.

ورته مطالب