یهودي مذهبي مشرانو مسجد الاقصی ته تګ ناروا ګڼلی

د انځور حقوق epa

سلو یهودي حاخامانو (مذهبي مشرانو) پر هغه هوکړه لیک لاسلیکونه کړي، چې د یهودي دین معتقد کسان یې پربنسټ مسجد الاقصی ته نه شي ننوتلی. هدف یې دا دی چې هلته د تاوتریخوالي مخه ونیوله شي.

د یهودي علماوو دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې، چې اسرائیلي پوځيانو د مسجد الاقصی د ننه له فلسطیني ځوانانو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی وکړ.

د اسرائیلو خبري رسنیو ویلي، دغو یهودي علماوو په دې هوکړه کې ویلي: ''یهودي ولس ته روا نه ده چې جبل الهیکل ته ننوځي''، ددوی ښکاره اشاره په نیول شوي قدس کې مسجد الاقصی ته ده.

دوی وايي، دا کار یې په دې خاطر کړی، چې مسجد الاقصی ته مخکې سخت دریځي یهودان او اسرائیلي چارواکي په زور ننوتي وو، چې اوسنی اړدوړ او وژنې یې پایله شوې.

مسجد الاقصی ته د یهودانو پر ننوتلو فلسطینیا سخت په غوسه شول، همدا وو چې انتفاضه او پاڅون یې پیل کړ.

د ''قدس انتفاضه'' له پیلېدو او په فردي ډول په چړو د وهلو او موټر وهلو پېښو کې ګڼ کسان ووژل او ټپیان شول او د دواړو ولسونو (فلسطین او اسرائیلو) په منځ کې یې د ترهې فضا خپره کړه.

د ''معاریف'' په ناامه یوې ورځپاڼې پخپلې نظرپوښتنې کې ویلي، ۷۰ سلنه یهودان د آزاد قدس له ''فلسطیني کلیو'' نه وتلو ته اړایستل شوي دي.

اسرائیل د قدس انتفاضې له پیلېدو راهیسې په وېره کې دي، چې تر اوسه په دې اړدوړ کې د مالي زیان کچه ۲٫۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

مسجد الاقصی د مسلمانانو له ډېرو سپېڅلو ځایونو او لومړنۍ قبله ده، چې د بیت المقدس ښار په ختیځه برخه کې پروت دی.

د انځور حقوق AP
Image caption مسجد الاقصی د مسلمانانو له ډېرو سپېڅلو ځایونو او لومړنۍ قبله ده، چې د بیت المقدس ښار په ختیځه برخه کې پروت دی.

مسجد الاقصی د مسلمانانو او یهودانو دواړو لپاره یو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي، خو نامسلمان کسان یوازې په ځینو ځانګړو وختونو کې جومات ته د ننوتلو اجازه لري.

ورته مطالب