''که صدام نه وی پرځول شوی عراق د سوريې په برخلیک اخته کېده''

د انځور حقوق AFP
Image caption ټوني بليير د جګړې له پيله وړاندې د هغو ناسمو معلوماتو په اړه بښنه وغوښته چې دوی ته ورکړای شوي وو

د بريتانيا پخواني لومړي وزير ټوني بليير په ۲۰۰۳ کال کې د عراق په جګړه کې د بريتانيا د ورګډېدو په تړاو د نيوکو په ځواب کې د دغې جګړې ملاتړ کړی دی.

ښاغلي بليير د امريکا سي اين این تلويزيوني شبکې ته ويلي له واکه د صدام حسين د لرې کېدو په اړه د ''بښنې غوښتنه ډېره سخته ده'' او د ده له لېرې کېدو پرته عراق ښايي د سوريې پر برخليک اخته شوی وای.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د عراق جګړې په اړه سر جان چلکوټ د خپل تحقيقي راپور د بشپړېدو لپاره مهالوېش اعلانوي.

ټوني بليير ومنله چې د عراق په اړه د دوی تګلاره بريالۍ نه وه، خو ويې ويل تر هغې وروسته هم دغلته پلې شويو تګلارو کار نه دی ورکړی.

ښاغلی بليير په دې اند دی چې له واکه د صدام حسين پرځول اړين و او که داسې نه وی شوي اوس به عراق هم د سوريې په څېر په کورنۍ جګړه کې ښکېل و.

د بريتانيا پخواني لومړي وزير د جګړې له پيله وړاندې د هغو ناسمو معلوماتو په اړه بښنه وغوښته چې دوی ته ورکړای شوي وو.

ده دا څرګندونې د بريتانيا د پارلمان او د جګړې د تحقيقاتي کمېسيون په مخ کې هم کړې دي.

ښاغلي بليير ويلي: ''زه په دې اړه بښنه غواړم چې استخباراتي معلومات کره نه و. زه په دې اړه هم بښنه غواړم چې د پلان په جوړولو کې نيمګړتياوې وې او په دې و نه پوهېدو، هغه وخت چې حکومت بدل کړو نو څه به کېږي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption د بي بي سي خبريال وايي دا روښانه ده چې ټوني بليير د عراق د جګړې د هر اړخ دفاع نه کوي، خو دی په جګړه کې د ښکېلېدو په اړه هم بښنه نه غواړي

د دې پوښتنې په اړه چې آيا د عراق جګړه د اسلامي دولت 'داعش' ډلې د پيدا کېدو او پراخېدو لامل نه شوه، ده وويل: ''زه پوهېږم چې په دې خبره کې تر یوه بريد حقيقت شته.''

بل خوا د عراق د جګړې په اړه د سر جان چلکوټ تحقيقي راپور په وروستیو پړاوونو کې دی.

د پلټنو امر د مخکني لومړي وزير ګورډن براون په دوره کې وشو او ښاغلي براون هغه مهال ويلي و چې ښايي يو کال وخت ونيسي.

د بي بي سي خبريال وايي دا روښانه ده چې ټوني بليير د عراق د جګړې د هر اړخ دفاع نه کوي، خو دی په جګړه کې د ښکېلېدو په اړه هم بښنه نه غواړي.

ورته مطالب