اندونيزيا کې د اور لګېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د پېښې په اړه پلټنه روانه ده، خو ويل کېږي کېدای شي د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی وي

د اندونيزيا سولاوسي ټاپو پوليس وايي په يوه بار کې د اور لګېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي.

عيني شاهدان وايي د اور له کبله په ودانۍ کې بندو کسانو شيشې ماتولې او د پېښې له ځای تښتېدل. خو ځينې نور کسان په ودانۍ کې بند پاتې وو، ځکه چې دغې ودانې د وتلو يوازې يوه لار لرله.

ويل کېږي ډېری وژل شويو کسانو د دود او ساه بندۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شاو خوا ۷۰ نور کسان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

عيني شاهدانو چارواکو ته ويلي، اور د يکشنبې پر ورخ ځايي وخت ۱:۰۰ بجه دوهم پوړ کې لګېدلی و، چېرته چې په سلګونو کسان موجود وو.

د سيمې د پوليسو وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي "د اور لګېدو له امله کوټې او دهليز تور دود ډکې کړې، چې له کبله يې خلکو وارخطا يوې بلې خوا ته منډې وهلې."

دی وايي د ۱۲ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

د پېښې په اړه پلټنه روانه ده خو ويل کېږي کېدای شي د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی وي.

ورته مطالب