اروپا ۱۰۰ زره نور کډوال مني

د سلوانیا او اتریش پر پوله یو سړی یوه کډوال ماشوم ته خواړه ورکوي د انځور حقوق Reuters
Image caption د سلوانیا او اتریش پر پوله یو سړی یوه کډوال ماشوم ته خواړه ورکوي

د اروپايي ټولنې مشرانو د بروکسل په یوې بېړنۍ غونډه کې د ۱۰۰ زرو نورو کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.

اوس له يونانه تر بالکانه پر لارې ځينې محدوديتونه شته، او له امله يې زرگونه هغه کسان چې له پولو د اوښتو په انتظار دي شپې تر شنه آسمان لاندې پاتې وي.

د کروشيا او سلوانيا ترمنځ وضعيت په ځانگړې توگه کړکېچن دى.

د سلوانيا حکومت پر کروشيا تور لگوي چې په لوى لاس يې زرگونه کډوال د د غه هېواد پر پولې خوشې کړي دي.

کروشيا يي چارواکي استدلال کوي چې د دوى په وړاندې بل غوراوى نشته، ځکه سلوانيا خورا ډېر کم شمېر خلکو ته دغه هېواد ته د ورننوتو اجازه ورکوي.

خو ډېرى هېوادونه پر دې سره سلا دي چې اړتيا ده له ترکيې يونان ته د کډوالو د اوښتو مخه ډپ شي.

د انځور حقوق nc
د انځور حقوق AP

ورته مطالب