د سوریې په خبرو کې ایران ته د ګډون بلنه ورکړله شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption ایران په سوریې کې د داسې ټاکنو له لارې د واک لیږد وړاندیز کړی، چې ډېر ګوندونه پکې برخه ولري، خو دوی د سولې خبرو کې شامل نه دي

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي د سوریې بحران پر سر د امریکا او روسیې تر منځ نړیوالو خبرو کې به لومړی ځل ایران ته هم د ګډون کولو بلنه ورکړله شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي تر اوسه معلومه نه ده، چې ایراني مشران به هغو خبرو کې ګډون وکړي که نه، چې د پنجشنبې په ورځ ویانا کې کېږي.

دغو خبرو کې د امریکا، روسیې، اروپا او عربي هېوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي.

سوریې کې د لوېدېځ پلوه اپوزیسیون او د امریکا اتحادي عرب هېوادونه د سوریې جګړه کې د ایران رول سره مخالفت کوي.

د ویاند په خبره ایران ته د پنجشنبې ورځې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړله شوې ده.

ایران د بشارالاسد حکومت نژدې ملګری دی او داسې هم ویل کېږي، چې ایران د بشارالاسد حکومت د غښتلتیا لپاره میلیاردونه ډالره لګولي دي، د جګړې ماهرین یې لیږلي او په ارزانه بیه یې نفت او وسله ورکړي دي.

داسې باور هم شته، چې ایران حکومت د لبنان له حزب الله سره راشه درشه لري، چې سوریې ته یې د بشارالاسد حکومت له لوري جګړې کولو ته وسله وال لیږلي دي.

ایران په سوریې کې د داسې ټاکنو له لارې د واک لیږد وړاندیز کړی، چې ډېر ګوندونه پکې برخه ولري، خو دوی د سولې خبرو کې شامل نه دي.

بل لور ته روسیې هم له دې مخکې تل د سوریې کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کاوه، خو تېره میاشت یې په سوریې کې هوايي بریدونه پیل کړل، چې په خبره یې د اسلامي دولت نومي ډلې پر هدفونو یې کړي دي.

خو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د روسیې دغو بریدونو کې ډېری لوېدېځ پلوي سوري یاغیان په نښه شوي دي.