د ''ګوګل'' انټرنېټ بالونونه تر ګردۍ نړۍ راڅرخي

د انځور حقوق Getty

''ګوګل'' شرکت وايي، د راتلونکي کال لومړیو به کې تر ځمکې راچورلېدونکي داسې بالونونه فعال کړي، چې په مټ به یې انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.

په دې پروژې سره د اندونیزیا درو شرکتونو هم د یوځای کېدو هوډ کړی.

دا پروژه د راتلونکي ۲۰۱۶ کال لومړیو کې پیلېږي.

۴ جي غوندې چټکتیا

سري لانکا هم وړاندې ورته تړون لاسلیک کړی، چې له ''هیلیم'' بالونونو سره د یوځای کېدو په مټ انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي، خو ګوګل وايي، د جوړېدونکو بالونونو په مټ د انټرنېټ چټکوالی به د ''۴ جي'' یا څلورم نسل له انټرنېټ سره برابر وي.

ګوګل په ۲۰۱۳ کال هم د ورته پلان هوډ کړی و، چې په وینا یې ۳۰ بالونونه به د نیوزیلنډ پر اسمان وچورلوي.

د انځور حقوق Getty

د "لوون" په نوم ددغې پروژې مرستیال مشر مایک کاسیډي بي بي سي ته وویل، اوس پر پلان کار روان دی، چې دا پروژه به ۲۰۱۶ کال کې کامیابۍ ته ورسېږي.

نوموړی زیاتوي: "موږ تر نړۍ د راتاوېدو لپاره نژدې ۳۰۰ بالونونو ته اړتیا لرو".

په هر بالون کې به د رادیو د څپو له لارې د لیرې واټن معلوماتو استولو او ترلاسه کولو وسائل ځای پرځای شي، او د جي پي اېس له لارې به جغرافیوي موقعیتونه په ډاګه کوي.

د انځور حقوق Getty

مایک کاسیډي وايي: "په لومړیو ورځو کې دغه بالونونه له پنځو، اوو او یا لسو ورځو پورې په هوا کې ګرځېدلی شوای. اوس موږ داسې بالونونه لرو چې تر ۱۸۷ ورځو پورې دوام کولی شي".

ورته مطالب