بې پولې خبریالان: ''اسلامي دولت'' موصل کې ۱۳ خبریالان وژلي

د انځور حقوق AFP

د ''بې پولې خبریالانو'' ټولې ویلي، په ۲۰۱۴ کال د عراق پر موصل د ''اسلامي دولت'' تر واکمنېدا وروسته، دغې ډلې په یاد ښار کې لږترلږه ۱۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژلي دي.

دغه سازمان وايي، تر ډېره د یادې سخت دریځې ډلې په بریدونو کې خبریالان په ''لوی لاس'' په نښه شوي.

راپور وايي لاهم په تېرو شپاړسو میاشتو کې د دغې ډلې له خوا د ۴۸ نیول شویو خبریالانو له ډلې د شاوخوا ۱۰ خبریالانو برخلیک نامعلوم دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، ''اسلامي دولت'' ډلې د ځینو ځايي تلوېزیونونو او رادیوګانو دفترونه هم نیولي او موصل ښار یې تر خپلې بشپړې واکمنۍ لاندې راوستلی دی.

په منځني ختیځ او مراکش کې د دغې ټولنې مشرې الکسندرا الخازن وايي، ''اسلامي دولت'' د یادو تلوېزیونونو او رادیوګانو تجهیزات او سټوډیوګانې ''د جګړې غنیمت'' ګرځولي او د ''خپلې تبلیغاتي جګړې'' په ګټه یې کاروي.

اټکل دی چې د 'موصل اسمان'' په نامه تلوېزیون نیول شوي تلوېزیون وسائل د تېر ۲۰۱۴ کال په جولای کې د موصل ښار لوی جومات کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د مشر ابو بکر البغدادي د هغې ویناوو ثبتولو لپاره کارول شوي، چې ځان یې د مسلمانانو ''خلیفه'' پکې اعلان کړ.

موصل کې ژوند

له هماغه وخت راهیسې، دغې ډلې د ''دابق'' په نامه یوه مجله او تلوېزیوني خپرونې او د ''البیان'' په نامه رادیويي خپرونې پيل کړې.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې راپور کاږي، دا راپور یې په عراق کې د مېشتو خبریالانو د ازادې ټولنې په همکارۍ چمتو کړی، چې لږترلږه ۶۰ خبریالان پکې ګډون لري.

د انځور حقوق
Image caption اټکل دی چې د 'موصل اسمان'' په نامه تلوېزیون نیول شوي تلوېزیون وسائل د تېر ۲۰۱۴ کال په جولای کې د موصل ښار لوی جومات کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د مشر ابو بکر البغدادي د هغې ویناوو ثبتولو لپاره کارول شوي، چې ځان یې د مسلمانانو ''خلیفه'' پکې اعلان کړ.

په راپور کې راغلي، د ۱۳ وژل شویو خبریالانو مړي د هغوی کورنیو ته سپارل شوي، خو پر موصل ددغې ډلې تر واکمنېدا وروسته له دې ښاره ۶۰ خبریالان وتښتېدل.

ورته مطالب