چین د یو ماشوم زېږولو تګلاره بدلوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د نوې تګلارې له مخې به اوس جوړې وکولی شي دوه ماشومان ولري

د چین دولتي خبري اژانس شينهوا د رپوټ له مخې، د چین حکومت خپله هغه تګلاره بدلوي چې له مخې یې یوه جوړه کولی شي یوازې یو ماشوم وزېږوي.

د چین واکمن کمیونېست ګوند اعلان کړی چې ټولې جوړې به اوس وکولای شي دوه ماشومان ولري.

د یوازې یو ماشوم درلودلو دغه لانجمنه تګلاره په ۱۹۷۹ کال کې پلې شوې وه او موخه یې دا وه چې په چټکۍ د چین د زیاتېدونکې ابادۍ مخه ونیول شي.

د چین پر حکومت نیوکه وه چې د دغې تګلارې له امله یې د زېږد کچه کمه شوې او ډېر شمېر وګړي یې د پوخ عمر لرونکي دي.

د ډېرو په اند په ګڼو سیمو کې د یوه ماشوم تګلارې له امله د اقتصادي ناورین نښې معلومېږي.

ښایي همدا نیوکې او فشار و چې د چین حکومت د دغې تګلارې اړولو ته اړ شو.

د انځور حقوق AP
Image caption د یوه ماشوم لرلو تګلاره په ۱۹۷۹ کال کې پلې شوه

خو ځیني نیوکې کوي چې د دوه ماشومانو درلودو قانون به هم د زیږد کچه جګه نکړي، او هغه مېرمنې چې غواړي له دوو زیات ماشومان ولري د دوی د ماشوم غورځونې بهیر به روان وي.

د ماشوم غورځونه

په چین کې هغه جوړې چې یو ماشوم یې لاره د دویم ماشوم درلودو اجازه یې نه لرله.

همدا و چې ډیرې مېندې د دویم ماشو امېدوارۍ پر مهال اړې شوې چې وغورځوي.

ژیان ژېنپېنګ یوه له مېرمنو وه چې خپل ماشوم یې غورځولی و، نوموړې وویل

"دویم ځل امېدواره شوم، خو مجبوره شوم چې ماشوم مې غورځولی وای. ساتلی مې نشوای، یا یې باید په خپله خوښه وغورځوې کنه نو دولت درپسې راځي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډیری مېندې چې غوښتل یې له یوه زیات ماشومان ولري د ماشوم غورځولو ته اړې شوې

د چین په ختیځ روډونګ کې د یوه ماشوم درلودلو تګلاره تر بل هر ځای په کلکه پلي کېده.

خو اوس د وګړو د عمر په حساب دغه سیمه تر ټولو د پاخه عمر وګړي لري.

د دغه سیمه یو اوسېدونکی ګواوو دېکون وايي چې یوازې اوسېږي ځکه یوازینی زوی یې له ده لرې په بل ښار کې ژوند کوي.

ده وویل اندېښنه یې دا ده، که چېرته له لاس او پښو وغورځي نو داسې به څوک نه وي چې پام پرې وکړي.

د روډونګ او د ګڼو نورو سیمو خلک په زړېدو دي، او له امله په دغو ځایونو کې د اقتصادي ناورین نښې لیدل کېدای شي.

ښایي له همدې امله د چین حکومت اړ شو چې د یوه ماشوم درلودلو قانون بدل کړي.

ورته مطالب