یونان ته نژدې د بېړیو اوښتو ۱۰ کډوال وژلي

Image caption اېټالوي چارواکو ویلي چې یوازې د چهارشنبې په ورځ یې ۱۰۴۲ کسان ژغورلي.

لږ تر لږه ۱۰ کسان چې ماشومان هم په کې شامل دي هغه مهال مړه شول چې څلور بېړۍ یونان ته نژدې په ختیځ ایګان سمندرګي کې واوښتي.

تر دې څو ساعته وړاندې د یونان سمندري پوځ په همدغه ځای کې ۲۴۲ کسان له یوې ډوبېدونکې بېړۍ ژغورلي و.

هره ورځ زرګونه کډوال له ترکیې په خطرناکو لارو د لېسبوس ټاپو ته د ځان رارسولو هڅه کوي.

خو ورسره هم مهاله ډېر نور کډوال بیا د ليبیا ساحل پر لار راځي.

اېټالوي چارواکو ویلي چې یوازې د چهارشنبې په ورځ یې ۱۰۴۲ کسان ژغورلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اټکل و چې د ژمي له را رسېدو سره ښايي د کډوالو بهیر یو څه ټکنی شي

هلته د رسنیو د رپوټونو له مخې ۷ بېلا بېلو ډلو د ژغورنې عملیات پر مخ وړل.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې سږ کال تر اوسه څه باندې ۷۰۰۰۰۰ کډوال اروپا ته رااوښتي چې ډیری یې د سوریې دي.

اټکل و چې د ژمي له را رسېدو سره ښايي د کډوالو بهیر یو څه ټکنی شي خو د اروپايي چارواکو په وینا دغه بهیر هماغسې چټک روان دی.

ورته مطالب