د سعودي عربستان زنداني بلاګ لیکوال ته د بشري حقونو سخاروف جایزه

د انځور حقوق FAMILY HANDOUT
Image caption رافع بداوي ته ' اسلام ته د سپکاوي' په تور د لس کلن زندان سزا ورکړله شوې

د سعودي عربستان بلاګ لیکوال رافع بداوي ته چې په دورو د وهلو سزا پر ورکړې یې پراخې نیوکې وشوې، د اروپايي اتحادیې له لوري د بشري حقونو لپاره سخاروف جایزه ورکړله شوې ده.

د پارلمان مشر مارټن شولز له سعودي پاچا سلمان نه غوښتي، چې نوموړی خوشی کړي، چې وکولای شي یاده جایزه واخلي.

بداوي ته '' اسلام ته د سپکاوي '' په تور د لس کلن زندان سزا ورکړله شوې او دغه راز به ۱۰۰۰ دورې هم ووهل شي.

له دې مخکې نوموړې ته د روانې میاشتې لومړیو کې د بیان ازادي په تړاو پین پینتر نومي جایزه ورکړله شوې وه.

د فکري ازادي لپاره د اروپايي پارلمان له لوري سخاروف جایزه له ۱۹۸۸ راهیسې هغو اشخاصو یا ادارو ته ورکوله کېږي، چې د دیموکراسۍ او بشري حقونو تر لاسه کولو مبارزې کې یې ونډه جووته وي.

دغې جایزې ته د پخواني شوروي اتحاد د یاغي ساینسپوه آندرې سخاروف نوم ورکړل شوی دی.