هند محکمې په دار شویو نجونو په اړه د پولیس رپوټ رد کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption دواړه خورلڼې د ۲۰۱۴ کال مې میاشت کې د اترپردېش ایالت کې د آمونو یوې ونې پورې ځوړندې مړې موندل شوې وې

هند کې یوې محکمې د فدرالي پولیسو هغه رپوټ رد کړی دی، چې وايي تېر کال یوې ونې پورې ځوړندې دوې پیغلې وژلې شوې نه وې او نه هم پرې جنسي تېری شوی و، بلکې خپله یې ځانونه وژلي وو.

د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، چې دواړو نجونو ځکه ځانونه وژلي وو، چې یوه یې له یوه ملګري هلک سره لیدله شوې وه.

خو د یاد نجونو مور پلار پر فدرالي څېړونکې ادارې ' سي بي ای ' تور پورې کړی، چې وايي، 'غواړي پر دغې قضیې خاورې واړوي.'

د نجونو خپل خپلوان او فعالان وايي داسې ډېرې پوښتنې شته، چې ځوابونه یې نه دي موندل شوي.

دواړه خورلڼې چې د کم حیثیته توکم اړوندې وې او عمرونه یې ۱۴ او ۱۵ کاله ښوول شوي د ۲۰۱۴ کال مې میاشت کې اترپردېش ایالت کې د آمونو یوې ونې پورې ځوړندې مړې موندل شوې وې.

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې پر داوړو نجونو یې کلیوالو نارینه وو ډله ییز جنسي تېری کړی و.

د ځايي عدلي طب رپوټ کې هم ویل شوي وو، چې پر نجونو څو ځلې تېری شوی و او د چارمارۍ کېدو له کبله وژلې شوې وې.

خو دسمبر کې سي بي ای چارواکو وویل، چې د دوی څېړونکو نژدې ۴۰ اړوند رپوټونه لیدلي او له ۲۰۰ کسانو نه له پوښتنو ګرویږنو وروسته دغې پایلې ته رسیدلي دي، چې ګواکې له دواړو نه مشرې نجلۍ له دریو نه له یوه سړي سره ' صمیمانه اړیکي ' درلودل او کشرې نجلۍ په دغو اړیکو کې د ' ریبارۍ ' رول درلود.

رپوټ کې ویل شوي، چې د یوه ګاونډي له لوري د دوی له لیدل کېدو وروسته نجونو د ' شرم ' له کبله ځانونه وژلي دي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې د نجونو کورنۍ له لوري د جنسي تېري او وژنې ادعا ناسمه ده او باید دغه عریضه وتړله شي.

خو د چهارشنبې په ورځ هغې ځانګړې محکمې چې پر ماشومانو د جنسي تېري قضیې څېړې د سي بي ای دغه رپوټ رد کړ او دغه راز یې په قضیه کې مرکزي تورن د بیا ځلې محکمې غونډې ته احضار کړ.

د انډین ایکسپرس ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي دي، چې سي بي ار چارواکو ویلي، دوی به د محکمې امر له بشپړې څېړنې وروسته غبرګون څرګندوي.

درې کسان چې د قضیې په تړاو نیول شوي وو او دغه راز دوه پولیس چې دندې کې پرې د غفلت تور و تېر سپتامبر کې په ضمانت خوشي شوي وو.