نوې څېړنه ښيي، د شمسي نظام پیل په کراره شوی

د انځور حقوق ESA
Image caption کله مو چې لومړی ځل دا ولیدې، موږ انکار وکړ، ځکه لکۍ لرونکي ستوري کې د دغه ډول شیانو موندل کيدو هېڅ تمه نه شي کیدای کاتراین التویګ

روزیتا نومي فضايي ګاډي د پي ۶۷ نومي لکۍ لرونکي ستوري شاوخوا ګازي وریځو کې په حیرانونکي ډول مولیکیولر اکسیجن موندلي دي. دغه کشف د هغو سیاینسپوهانو لپاره حیرانونکی دی، چې فکر کوي سیارې به د اکسیجن او نورو عنصرونو تر منځ د پیاوړي غبرګون له کبله تخلیق شوې وي. د دغه نوي کشف پایلې هغه لور ته اشاره کوي، چې ښايي د شمسي نظام منځته راتلو په اړه اوسني نظرونه ناسم وي.

د نوې څېړنې پایلې په ساینسي مجله ( نیچر ) کې خپرې شوې دي. ساینسپوهان د لکۍ لرونکي ستوري پي ۶۷ د شاوخوا چاپېریال معلومولو لپاره فضايي ګاډي روزیټا کې ځای پر ځای شوې روزینا کارولې. څېړونکي وايي هغه څه چې د یاد ستوري په شاواخواکې په اسانۍ سره موندل کېدای شي، د اوبو بخارات، کاربون مونو اکسایډ او له کاربن ډای اکسایډ وروسته پرانیستي اکسیجن دي. دغه څېړنه کې د بیرن پوهنون شامله ساینسپوه کاتراین التویګ وايي چې ملګرو ساینسپوهانو لومړی ځل د ډیټا له لیدو وروسته فکر کاوه، چې پایلې ناسمې دي. هغه وايي:

'' کله مو چې لومړی ځل دا ولیدې، موږ انکار وکړ، ځکه لکۍ لرونکي ستوري کې د دغه ډول شیانو موندل کيدو هېڅ تمه نه شي کیدای. ځکه اکسیجن خپل اصلي هییت کې د پاتې کېدو پر ځای نورو عنصرونو سره د یو ځای کېدو او په بل څه د اوښتو پر مهال په اسانۍ غبرګون ښيي. ماهرین له همدې کبله په دې باور دي، چې د شمسي نظام رامنځته کېدو پر مهال به اکسیجن ډېر ژر کنګل شوي وي او د بېلو مادو تر منځ به پاتې شوي وي.''

د انځور حقوق ESA
Image caption ماهرین له همدې کبله په دې باور دي، چې د شمسي نظام رامنځته کېدو پر مهال به اکسیجن ډېر ژر کنګل شوي وي

د پروفیسورې الټویګ په خبره، دا ''د یاد ستوري په اړه خورا مهم کشف دی او تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې دا هلته څنګه رسیدلي دي؟''

د لمر په شاوخوا کې د سیارو او لکۍ لرونکو ستورو په اړه اوسنی نظر دا دی، چې دا عمل ډېر سخت و، چې وايي له کبله به یې کنګل شوي اکسیجن لومړی ویلي شوي وي او بیا به یې له نورو عنصرونو سره غبرګون رامنځته شوی وي.

خو له نوې څېړنې داسې ښکاري، چې د شمسي نظام رامنځته کېدو عمل به کافي په کرار تر سره شوی وي.

د دغې څېړنې لیکونکی د مشي ګن پوهنتون ایندربیلر وايي:

'' که د سیارې جوړښت پر مهال له موږ سره او ۲ و، نو دومره وخت څنګه خوندي پاتې و، ټوله تګلاره همدا ښيي، چې دومره موده نه شي پاتې کېدای، چې موږ ته د شمسي نظام رامنځته کېدو په اړه وايي، د دغو واورینو ټوټو رامنځته کېدو عمل به تر ډېره حده په کرارۍ سره تر سره شوی وي.''

اوس موږ داسې ثبوت لرو، چې د دغې سیارې مهم جزیات به د شمسي نظام رامنځته کېدو پر مهال هم خوندي پاتې شوي وي.

فیلې نومي روبوټ، چې پر پي ۶۷ کوز شوی، د هغه له'' مور بېړۍ '' روزیټا نه د تېر کال نوامبر کې استول شوی و.

روزیټا دغه ستوري ته د رسیدو لپاره لس کاله مزل وکړ او دا د بشر په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې کومه فضايي بېړۍ د ستوري پر سطح کوزیږي.