چين امريکا ته د "پاروونکو کړو وړو" پر سر ګوتڅنډنه کړې

د انځور حقوق AP

د چين سمندري ځواکونو قوماندان خپل امريکا سيال ته د "خطرناکو او پاروونکو کړو وړو" پر سر ګوتڅنډنه کړې ده.

دا ګوڅنډنه څو ورځې وروسته له هغه کېږي، چې د امريکا يوه جنګي بېړۍ په کې د جنوبي چين سمندرګي کې له ناندره ييزو ټاپوګانو سره نژدې تېره شوې وه.

د سمندري ځواکونو يوې اعلامیې له مخې امير البحر (وو شنګلي) يوه ويډيويي کنفرانس کې ويلي داسې خطر شته چې دا ډول وړې پېښې ښايي د جګړې لامل شي.

امريکا ويلي دا خبرې مثبتې بللې، او ويلي یې دي چې خبرې به روانې وي.

د جنوبي چين سمندرګي کې هغه سمندري سيمې چې چين یې د ملکيت داوه کوي، نور ګاونډيان یې پر سر ورسره په ناندريو دي.

د پنجشنبې پر ورځ د منځګړتوب نړيوال پلاوي حکم وکړ چې دوی حق لري پر هغې قضيې غور وکړي چې فيليپين له چين سره د اوبو پر شخړې په اړه وړاندې کړې ده، چې د جنوبي سمندرګي کې يوه ډله ټاپوګان هم په کې دي.

هاګ کې د منځګړتوب دايمې محکمې د چين دا دليل رد کړی چې شخړه د واکمنۍ په اړه ده، او دا کار د محکمې له واکه وتلی دی.

د چين د بهرنیو چارو مرستيال وزير لیو جونمين ويلي هېواد به يې د منځګړتوب محکمې هېڅ قضيه نه ومني او نه به هم ګډون په کې وکړي.

په تېرو څو کلونو کې چين پر سمندري سيمو دعوې او هم پر يو شمېر سمندري ډبرينو غونډيو یې ودانيزې چارې پیل کړې، چې له امله یې امريکا د دغه ډول هڅو درولو غوښتنه کړې ده.