د پروسټاټ سرطان درمل کې مهم پرمختګ

لومړی درمل چې پرسټاټ سرطان ناروغۍ کې په کره ډول جينيټيکي بدلون په نښه کوي د بريتانوي سايسنپوهانو په يوه مهمه ازموينه کې فعال ښوول شوی دی.

د لندن سرطان ناروغۍ انسټيټيوټ دا څېړنه پر ۴۹ نارينه وو ترسره شوې، چې له نه درملېدونکې سرطان ناروغۍ کړېږي.

دغه درمل چې اولاپارېب (Olaparib) نومېږي، په ټوله کې يې برياليتوب ټيټ بلل شوی، خو په ۸۸٪ سلنه ناروغانو کې یې د ډي ان اې په جينيټيکي بدلون سره د ټيومور وده ورو کړې ده.

د بريتانيا سرطان څېړنیز مرکز ويلي، دغه ازموينه خوښوونکې ده.

د سرطان ناروغۍ درمل راتلونکی داسې انګېرل شوی چې د ناروغانو درملنه يې د ډي ان اې په جينيټيکي بدلون سره کېږي، نه د هغه بدن په درملنه چې سرطاني غدې په کې وي.

د تيونو سرطان درمل هرسېپټين (Herceptin) له وړاندې يوازې داسې ناروغانو کې کارول کېږي، چې ځانګړی جینونه لري. اولاپارېپ هغه جينيټيکي بدلون په نښه کوي چې د ډي ان اې د رغېدا بڼه بدلوي.

د دې ازموينې پايلې د انګلستان درملو نوي جورنال کې (New England Journal of Medicine) خپرې شوې، چې ښيي دغه درمل په دې ډول جينيټيکي بدلون سره له ۱۶ ناورينه وو نه په ۱۴ کې کار ورکړی دی.

د پروسټاټ ځانګړی انټيجن چې ټيومورونه یې توليدوي، کچه یې له نيمې ډېره کمه شوې، او د پروسټاټ سرطاني حجرو شمېر هم، چې په وينه کې یې څرک لګېدی شي، پاموړ کم شوی، او د دوهمې بڼې ټيومورونو غټوالی هم ورسره لوېدلی دی.

ناروغانو د شپږو مياشتو او يو نيم کال ترمنځ موده کې درمل ته ځواب ښوولی دی.

د دې څېړنې له ډلې یې يو تن ډاکټر جواکين ماټيو بي بي سي ته ويلي "دا پايلې ډېرې ژمنې ورکوي. هغوی چې دې ازموينه کې وو، له لسو تر دوو لسو مياشتو يې د ژوندي پاتې کېدو اټکل شوی و، او موږ له دغه درمل سره ډېر داسې ناروغان لرو چې له يو کال زيات پايېدلي."

پروسټاټ سرطان نارينه وو کې د سرطان ناروغيو پنځمه مرګونې بڼه ګڼل کېږي.

خو لا اوس هم بايد لا لويه کلينيکې ازموينه ترسره شي مخکې له دې چې ډاکټران ووايي دغه درمل د ژوندي پاتې کېدو اټکل زياتولی شي.