نړيوال ځواکمن سوريه کې د سوله ييز حل پر راکتلو سلا شوي

د انځور حقوق Getty

د سوریې ولسمشر بشار الاسد ملګري او مخالفان سره سلا شوي، چې د سوريې جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې هلې ځلې بيا نوې کړي.

د سوريې جګړې په اړه دغه خبرې چې د اتريش پلازمېنې ويېنا کې کېدې، د ولسمشر اسد مهم ملګري ايران هم په کې د لومړي ځل لپاره ګډون درلود.

د ګډونوالو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران سلا شوي چې له ملګريو ملتونو د يوه داسې بهير پيلولو غوښتنه وکړي چې اوربند او بيا د ټاکنو ترسره کېدو ته لار هواره کړي.

خو دوی د ولسمشر اسد د برخليک په اړه سلا ونه شوی کړی.

ټاکل شوې، په دې اړه نورې خبرې دوو اونيو کې ترسره شي.

له خبرو وړاندې د سوریې حکومت د دمشق پر څنډو بريد وکړ، چې ترڅ کې یې د راپورونو له مخې لږترلږه ۵۷ کسان وژل شوي دي.

دا لومړۍ داسې خبرې بلل شوې، چې د سوريې جګړه کې د سيالو اړخونو ملاتړي بهرني ځواکونه سره غونډوي.

د ويېنا دې غونډه کې هڅه دا کېده، چې د امريکا او ملګرو يې چې د ياغيانو ملاتړ کوي او هم د سوريې حکومت مهمو بهرنيو ملاتړيو روسيې او ايران ترمنځ يې تشه کمه کړي.

دا لومړی ځل و چې ايران د سوريې په اړه ډيپلوماټيکو هڅو کې ورګډېږي.

له اته ساعته خبرو وروسته وزيران پر يو شمېر ټکيو سره سلا شول، چې ځينې یې دا دي:

  • له ملګرو ملتونو د دې غوښتنه وشي چې د يو داسې نوي بهير پيلولو لپاره د سوریې حکومت او مخالفان سره راغونډ کړي، چې "د منلو وړ، ټول منونکی او نافرقه ييز" وي
  • يو نوی اساسي قانون جوړ او د ملګریو ملتونو په ملاتړ ټولټاکنې وشي، چې د بهر مېشتو او ټولو توکمونو په ګډون په کې ټول سوريان برخه ولري
  • د دغه هېواد دننه او بهر د سوريانو لپاره د بشري مرستو لاسرسي لارې ښې شي
  • له ملګرو ملتونو سره پر دې کار وشي چې "د دغه هېواد ټولو برخو کې د اوربند پلي کولو لپاره لارې برابرې شي"

پر دوما مرګونی بريد

پر همدې مهال د سوريې فعالان وايي له پلازمېنې دمشق سره نژدې د حکومتي ځواکونو بمباريو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

داسې انځورونه چې پر انټرنېټ خپاره شوي، خو خپلواک پخلی یې نه شي کېدی، د ياغيانو ترولکې لاندې دوما سيمې يو بازار کنډوالو کې تيت پرک مړي ښيي.

بريتانيا کې د سوریې بشري حقونو څارګرې ادارې ويلي دې بمبارۍ کې لږترلږه سل کسان ټپيان شوی هم دي.

دوما تل د بشار الاسد حکومت له لوري په نښه کېږي، او ياغيان بيا له هغه ځايه پر دمشق توغندي ورولي.

سوريه کې څه د پاسه څلور نيم کلنه جګړه کې، چې د ولسمشر بشار الاسد پر وړاندې له پاڅون سره پیل شوه، ۲۵۰ زره خلک وژلي او د دغه هېواد نيم وګړي، يا ۱۱ ميليونه يې له خپل کورونو او مېنو بې ځايه کړي دي.

روسيې او ايران تېره نژدې موده کې دې جګړه کې د ښکېلتيا پوځي فعاليتونه زيات کړي، چې ولسمشر اسد ته په کې د وفادارو ځواکونو ملاتړ کوي.

امريکا، ترکيې، سعودي او د خليج هېوادونو له اوږدې مودې پر دې ټينګار کړی چې بشار الاسد د سوريې راتلونکي کې اوږدمهاله رول نه شي لوبولی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د دغو خبرو له پيل مخکې بي بي سي ته وويل "دی بايد يا د سياسي بهير ترڅ کې وړاندې لاړ شي، او يا به په زوره له واکه لرې کېږي."

پر همدې مهال د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف ويلي نور ځواکمن هېوادونه پوه شوي چې د سوريې شخړه کې د تهران له ورښکېلولو پرته "د منلو وړ کوم حل ته" د رسېدو لار نه شته.

دې خبرو کې نه د سوريې حکومت او نه هم مخالفان برخه لري، سره له دې چې د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخائيل بوګدانوف ويلي هېواد یې د سوريې خپلواک پوځ ډلې ورښکېلولو ملاتړ کوي.

ورته مطالب