"اسرائیل په ښکاره نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption فلسطینیان په بیت المقدس کې د اسرائیلو د بندیزونو له کبله مذهبي اعمال نه شي ترسره کولی

د بښنې نړیوال سازمان" د اسرائیلي پوځيانو له خوا د فلسطینیانو پرله پسې وژنې خواشیني ښوولې او وايي چې اسرائیل په ښکاره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.

دغه سازمان وايي، لوېدیځې تراډې ته د سفر په اوږدو کې یې د خپلو غړو موندنو پربنسټ یو راپور چمتو کړی، چې اسرائیلي ځواکونو له وسلې نه په ناوړه ګټې اخیستو ملامت ګڼل شوي دي.

یوه میاشت وړاندې په مسجد الاقصی کې د یهودانو د کلني جشن په پیلېدو سره د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ نښتې او شخړې پیل شوې.

فلسطینیان له دې کبله قهرېدلي وو چې بیت المقدس کې د مسلمانانو مذهبي ځایونو کې اسرائیلو محدودیتونه وضع کړي دي.

تر اوسه په شخړو کې د فلسطینیانو د چړو په بریدونو کې لږترلږه اته اسرائیلیان وژل شوي، خو اسرائیلو د څو برید کوونکو په ګډون لږترلږه ۵۰ فلسطینیان وژلي دي.

اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي، لږترلږه څلور داسې پېښې یې ثبت کړې، چې فلسطینیان پکې د اسرائیلي ځواکونو په قصدي ډزو پکې وژل شوي دي او ددغه سازمان اسناد ښيي چې په دغو پېښو کې هېڅ کوم یوه وژل شوي اسرائیلو ته ګواښ نه جوړاوه، خو ښکاري چې هغوی له محاکمې او څرګند تور پرته ووژل شول.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي، په ځینو پېښو کې اسرائیلي پوځیانو فلسطینیان په ډزو وژلي، حال دا چې له بدن نه یې وینې بهېږي، هېڅ طبي کارکوونکو ته یې روغتون ته د رسولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي، داسې شواهد لري چې په ځینو پېښو کې اسرائیلي پوځیانو دوی ته وضع شوي مقررات تر پښو لاندې کړي او له افراطه ډکې ناقانونه کړنې یې کړې دي.

ددغه سازمان په وینا "د اسرائیلو د ارزونې سیستم له ډېر وخت راهیسې د فلسطینیانو د ناقانونه وژلو پروړاندې د خپلو پوځيانو او پولیسو د بښلو او نه مجازات کولو په لټه کې دی".

د انځور حقوق Getty
Image caption د بشري حقونو دغه سازمان وايي، په ځینو پېښو کې اسرائیلي پوځیانو فلسطینیان په ډزو وژلي، حال دا چې له بدن نه یې وینې بهېږي، هېڅ طبي کارکوونکو ته یې روغتون ته د رسولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

پر همدې مهال، دغه سازمان له اسرائیلي حکومته غوښتي چې ددغو پېښو په اړه د بې پرې او خپلواکو څېړنو ترسره کېدو ته اجازه ورکړي.

دغه سازمان وړاندې هم پخپل یوه راپور کې پر اسرائیلو او حماس ډلې ټینګې نیوکې کړې وي، چې ګني له بشري حقونو سرغړونه کوي.

ورته مطالب