د الوتکو لوېدو سترې پېښې، تېرو پنځو کلونو کې

د انځور حقوق AFP

په دغه مطلب کې له ۲۰۱۰ کال راهيسې په نړۍ کې د الوتکو د لوېدو سترې پېښې راټولې شوې دي. په دغو پېښو کې سلګونه کسان وژل شوي او لادرکه شوي دي.

۲۰۱۵

اکتوبر ۳۱:

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۳۱مه د روسیې يوه مسافر وړونکې الوتکه د مصر په سيناء ټاپو کې ولوېده. په الوتکه کې ۲۲۴ کسان سپاره وو، چې ټول مړه شوي دي. الوتکه د مصر له شرم الشیخ نه د روسیې سن پیټرزبورګ ښار ته روانه وه.

جون ۳۰:

د ۲۰۱۵ کال د جون په ۳۰مه د اندونيزيا يوه پوځي ترانسپورتي الوتکه په ميدان کې پر استوګنيزه سيمه پرېوته. پوځ وويل په الوتکه کې ټول ۱۲۲ سپاره کسان ووژل شول. د دوی ترڅنګ ۱۹ کسه ځايي اوسيدونکي هم ووژل شول.

مارچ ۲۴:

د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر ۲۴مه د جرمن وينګ ايير بس الوتکه د فرانسې په آلپ کې له ډينا ښار سره نژدې ولوېده. دغه الوتکه له بارسلونا نه ډوسيلډورف ته روانه وه. په پېښه کې ټول ۱۴۸ کسان ووژل شول.

۲۰۱۴

د انځور حقوق AP

ډسمبر ۱۲:

د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر پر ۲۸مه د ايير ايشيا الوتکه چې له اندونيزيا نه د سنګاپور پر لوري روانه وه د جاوا اوبو پر سر لادرکه شوه. پيلوټ له مرکز سره په وروستيو خبرو کې ويلي و، چې د خرابې هوا ښکار دي. په الوتکه کې ۱۶۲ مسافر او عمله سپاره وو.

جولای ۲۴:

د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۲۴مه د الجريا هوايي شرکت الوتکه د خرابې هوا له امله د مالي پر سر د بورکينا فاسو پر پوله له راداره ورکه شوه. په الوتکه کې د ۵۱ فرانسويانو په ګډون ۱۱۶ کسان ووژل شول.

جولای ۲۳:

د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۲۳مه يوه تايوانۍ الوتکه د يو لنډ پرواز پر مهال د سمندر په توپاني اوبو کې ډوبه شوه. دغې الوتکې کې ۵۴ مسافر او څلور تنه عمله سپاره وو.

د انځور حقوق Reuters

جولای ۱۷:

د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۱۷مه د ماليزيا هوايي شرکت الوتکه په ختيځ اوکراين کې ولوېده او ټول سپاره ۲۹۸ کسان په کې ووژل شول. د دغو کسانو ۱۹۳ يې د هالنډ وو. د الوتکې د پلټنې پايلو وښوده چې الوتکه په توغندي ويشتل شوې ده.

مارچ ۰۸:

د ۲۰۱۴ کال د جولای پر اتمه د ماليزيا د هوايي شرکت يوه الوتکه هغه مهال لادرکه شوه چې له کوالالمپور نه د بيجنګ پر لوري روانه وه. په دغې الوتکې پسې په وچه او سمندر کې ډېرې پلټنې وشوې خو پته يې و نه لګېده. په الوتکه کې ۲۳۹ کسان سپاره وو.

فبروري ۱۱:

د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه يوه پوځي ترانسپورتي الوتکه چې ۷۸ کسان په کې سپاره وو، د الجريا په شمال ختيځو غرونو کې ولوېده. په الوتکه کې پوځيان، د هغوی د کورنۍ غړي او عمله سپاره وو. راپورونه وايي په دوی کې يو کس ژوندی پاتې و.

۲۰۱۳

د انځور حقوق Reuters

نومبر ۱۷:

د ۲۰۱۳ کال د نومبر پر ۱۷مه د تاتارستان يوه بوينګ الوتکه د روسيې په کازان سيمه کې د کيناستو پر مهال ولوېده. په الوتکه کې سپاره ټول ۵۰ کسان ووژل شول.

اکتوبر ۱۶:

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر پر ۱۶مه د لاو اييرلاين يوه الوتکه چې ۴۹ کسان په کې سپاره وو د ميکانګ په سيند کې ولوېده. په دغه الوتکه د لسو هېوادونو بهرني وګړي هم سپاره وو.

۲۰۱۲

د انځور حقوق AFP

جون ۰۳:

د ۲۰۱۲ کال د جون پر دريمه د ډانا هوايي چلند يوه الوتکه چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې سپاره وو، ولوېده. الوتکه د نايجريا پر ستر ښار لاګوس کې د استوګنې پر يوې له ګڼې ګوڼې ډکې سيمې ولوېده. په الوتکه کې سپاره ټول کسان ووژل شول.

اپريل ۲۰:

د ۲۰۱۲ کال د اپريل پر ۲۰مه د بوجا هوايي شرکت بوينګ الوتکه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په لوی هوايي ډګر کې ولوېده. په الوتکه کې ۱۲۱ مسافر او شپږ کسه عمله ووژل شول.

۲۰۱۱

جولای ۲۶:

د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۲۶مه د ماراکو يوه پوځي الوتکه د ګويلميم په غرونو کې ولوېده. په الوتکه کې ټول ۷۸ کسان ووژل شول. چارواکو د الوتکې لوېدو لامل خرابه هوا وبلله.

جولای ۰۸:

د ۲۰۱۱ کال د جولای پر اتمه د هېوا بورا هوايي شرکت يوه الوتکه د خرابې هوا له امله په کانګو جمهوريت کې راولوېده. په الوتکه کې د ۱۱۸ سپرو کسانو له ډلې ۷۴ يې ووژل شول.

جنوري ۰۹:

د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ پر نهمه د ايران هوايي کرښې يوه بوينګ الوتکه د ارومينه ښار ته څېرمه څو ټوټې شوه. په الوتکه کې ۱۰۰ کسان سپاره وو چې ۷۷ يې ووژل شول او ۲۳ نور ژوندي پاتې شول. پيلوټانو د الوتکې د لوېدو لامل تخنيکي وښود.

۲۰۱۰

د انځور حقوق CONTROLADORES

نومبر ۰۵:

د ۲۰۱۰ کال د نومبر پر پنځمه د ايرو کارابيين يوه مسافر وړونکې الوتکه د کيوبا په مرکزي برخو کې په غرونو کې ولوېده. په الوتکه کې ټول سپاره ۶۸ کسان ووژل شول.

جولای ۲۸:

د ۲۰۱۰ کال د جولای پر ۲۸مه يوه پاکستانۍ الوتکه چې په کور دننه يې پرواز کاوه له اسلام اباد سره نژدې په غونډيو کې پرېوته. دغه الوتکه له کراچۍ نه اسلام اباد ته روانه وه. په پېښه کې ۱۵۲ کسان ووژل شول.

مې ۲۲:

د ۲۰۱۰ کال د مې پر ۲۲مه د هند هوايي کرښې يوه بوينګ الوتکه د هند په سويل کې په منګلور کې د غره له څوکې سره د جنګېدو له امله پرېوته. وروسته يې اور واخيست او ۱۵۸ کسان په کې ووژل شول.

مې ۱۲:

د ۲۰۱۰ کال د مې پر ۱۲مه د افريقا هوايي کرښې يوه الوتکه چې غوښتل يې د ليبيا په طرابلس کې پر ځمکه کيني ولوېده. په دغه پېښه کې له ۱۰۰ زيات کسان ووژل شول.

اپريل ۱۰:

د ۲۰۱۰ کال د اپريل پر لسمه يوه الوتکه چې د پولنډ ولسمشر يې لېږداوه د روسيې د سمولينڅک په هوايي ډګر کې راپرېوته. په دغه الوتکه کې ۹۰ کسان سپاره وو، چې ټول ووژل شول.

جنوري ۲۵:

د ۲۰۱۰ کال د جنوري پر ۲۵مه د ايتوپيا د هوايي کرښې يوه مسافر وړونکې الوتکه په اوبو کې ولوېده. په الوتکه کې ۸۹ کسان سپاره وو، چې ټول ووژل شول.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب