بحرین کې د بریتانیا دایمي پوځي اډه پرانیستله شوه

د اډې پرانیستغونډې ته د بحرین د بهرنیو چارو وزیر شیخ خالد بن احمد آل خلیفه هم ورغلی و د انځور حقوق AP
Image caption د اډې پرانیستغونډې ته د بحرین د بهرنیو چارو وزیر شیخ خالد بن احمد آل خلیفه هم ورغلی و

په بحرین کې له ۱۹۷۱ کال راپدېخوا، د بریتانیا لومړۍ دایمي پوځي اډه پرانیستله شوه.

د دغې پوځي اډې د پرانیستلو په غونډه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ او د سمندري ځواک نورو چارواکو هم ګډون درلود.

دغه اډه د سلمان بندر په الجُفیر کې د ایچ اېم اېس په نامه جوړه شوه.

ددغې اډې د جوړېدو هدف په خلیج د یوې دایمي اډې له لارې د شاهي سمندري ځواکونو خپرېدل دي.

هامونډ وویل، ددې اډې جوړېدل ددې څرګندويي کوي چې بریتانیا منځني ختیځ ته پام کوي:

''په بحرین کې د شاهي سمندري ځواکونو شتون د راتلونکي د ښېرازۍ په موخه دی، داسې چې د سویس په ختیځ کې بریتانیا ته د دایمي شتون زمینه برابره شي''.

نوموړی زیاتوي: ''دغه نوې اډه به بریتانیا ته دا توان ورکړي چې له خپلو ملګرو سره په خلیج او شاوخوا سیمو کې ټیکاو راولي''.

''نمونوي نه ده''

پر بحرین وړاندې له دې کبله نیوکې کېدې، چې ګني د بشري حقونو په برخه کې سرغړونې پکې کېږي، خو هامونډ وویل، بریتانیا له دغه خلیجي هېواد سره د بدلون په راوستلو کې همکاري کوي.

دی وايي: ''بحرین په هېڅ صورت نمونوي هېواد نه دی، خو ښه پوهېږي چې باید څه وکړي''.

پر دغې اډې د ۲۳ میلیون لګول شویو ډالرو ډېری برخه بحرین پرې کړې ده، خو اوسني لګښتونه یې بریتانیا ورکوي.

ورته مطالب