منځني ختیځ کې ۴۰ کاله وروسته د بریتانوي پوځي اډې چارې پیل شوې

د انځور حقوق AP
Image caption فلپ هاموند او د برتانیا بحري ځواک لوړ پوړو افسرانو د بحرین مینا سلمان نومي بندر کې د ایچ ایم ایس جوفیر نومي پوځي ادې بنسټ اېښوولو مراسمو کې برخه واخیسته

بریتانیا په منځني ختیځ کې له ۱۹۷۱ راهیسې لومړی ځل د یوې مستقلې پوځي اډې رغونې چاره پیل کړې.

د بریتانیا دفاع وزیر فلپ هاموند او د دغه هېواد بحري ځواک لوړ پوړو افسرانو د بحرین مینا سلمان نومي بندر کې د ایچ ایم ایس جوفیر نومي پوځي اډې بنسټ اېښوولو مراسمو کې برخه واخیسته.

خلیج کې د دغې پوځي اډې جوړولو هدف سیمه کې د ښاهي سمندري ځواک سره مرسته کول په ګوته شوي دي.

د وزیر هاموند په وینا د دغې اډې له جوړولو نه سیمه کې د غوره حالت رامنځته کېدو لپاره د بریتانیا هوډ څرګندیږي.

د ښاغلي هاموند په وینا بحرین کې د بریتانوي شاهي ځواک شتوالی تضمین کوي، چې راتلونکي کې د سویس کانال په ختیځ کې د برتانیا شتوالی باوري شي:

'' دغې نوې اسانتیا سره به له دوستو هېوادونو سره په شریکه د برتانیا له لوري په منځني ختیځ او شاوخوا سیمه کې د ټیکاو راوستو لپاره هڅو کې مرسته وشي.''

پر بریتانیا سیمه کې د بشري حقونو سرغړاوي له کبله نیوکې کېږي، خو فلپ هاموند وايي برتانیا فارس خلیج کې د بدلون لپاره هڅې کوي.

هغه وايي بحرین له هېڅ پلوه هم یوه غوره مملکت نه دی، خو لږ تر لږه دا ورته معلومه ده، چې د خپل پرمختګ لپاره څه باید وکړي او د همدې لپاره هڅې هم کوي.

د نوموړي په وینا ''دغه هېواد په عدلي سیسټم، زندانونو او پولیس ځواک کې د اصلاحاتو لپاره زموږ مرسته غواړي، چې هلته د ژوند معیار په تدریجي ډول ښه شي او هغه څه ته نژدې شي، چې تمه یې کېږي.''

د بي بي سي دفاعي چارو خبریال فرینک ګارډنر په خپل رپوټ کې کاږي، چې منځني ختیځ کې د بریتانیا ډېرېدونکې مداخله '' ناندریزه بڼه خپلوي. ''

د نوموړي په وینا مخالفان او پلویان دغو اصلاحاتو کې '' پام وړ پرمختګ لیدل غواړي ''

بحرین د یادې اډې ودانولو لپاره ۲۳ میلیونه ډالره ورکړي دي او پاتې لګښت به یې بریتانیا لنډوي. بحرین کې د ټيکاو اړوند غونډې ته وینا کې فلیپ هاموند وویل:

' بریتانیا وار له مخه د ترهګرۍ تر شا موجود سخت دریځۍ سره د مبارزې اړتیا درک کړې ده.'

پلازمېنه منامه کې د خبرو پر مهال ښاغلي هاموند وویل، چې له اسلامپاله سخت دریځو سره مبارزه کول ' زموږ د مهال تر ټولو لویه ننګونه ده.'