د هغې وزیرې ګوښه کېدو غوښتنه، چې درویزګر ماشوم یې په لغته وواهه

د انځور حقوق
Image caption د ماشومانو حقونو فعالانو او اپوزېسیون فعالانو له ایالتي اعلی وزیر شیوراج سینګه غوښتي، چې کوسُم میدلې سملاسي له دندنې ګوښه کړي

د هند مدهیه پردېش ایالت کې د هغې ایالتي وزیرې ګوښه کېدو غوښتنې په ډېرېدو دي، چې یو درویزګر ماشوم یې په لغته وواهه او وروسته یې ویډیويي کلیپ خپور شو.

پېښه له ایالتي مرکزي ښار بهوپاله ۴۰۰ کیلومتره لرې پنا سیمه کې شوې، چې ایالتي وزیره کوسُم میدهلې د صفایې کمپاین یوه پروګرام کې ګډون کړی و.

ویډیو کې لیدل کېږي، چې کله وزیره د بسونو یوه تم ځای ته د کمپاین لړ کې د جارو وهلو لپاره ځي، یو ماشوم یې د خیرات غوښتلو لپاره پر وړاندې په ګونډو ولاړ دی.

د درویزګر ماشوم له لوري د لارې له نیول کېدو وروسته وزیره هغه ټیل وهي او له لارې یې لرې کوي او وروسته په ګاډي کې کېني.

کلیپ کې د وزارت یو کارکونکی هم لیدل کېږي، چې ماشوم له لارې لرې کوي.

هندي رسنیو کې د دغه ویډیويي کلیپ له خپریدو وروسته پر یادې وزیرې نیوکې په ډېرېدو دي.

د ماشومانو حقونو فعالانو او اپوزېسیون فعالانو له ایالتي اعلی وزیر شیوراج سینګه غوښتي، چې کوسُم میدلې سملاسي له دندنې ګوښه کړي.

د هندي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړې وزیره له دې مخکې هم په ناندریو کې ښکېله وه.

د روان کال مارچ میاشت کې د نوموړې هغه څرګندونې د بحثونونو موضوع شوه، چې د سارايي حیواناتو خوندیتوب لپاره یې خلکو ته د پړانګانو او زمریانو پالنې جواز ورکولو وړاندیز کړی و.