نیپال: پولیسو له هند سره تړلې لاره پرانیستله

د انځور حقوق
Image caption احتجاج کونکو د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې پر سر د تګ راتګ له دوو ټکو نه یو تړلی و

د نیپال او هند تر منځ د پولې پر سر پولیسو احتجاجیان د دې لپاره وشړل، چې لاریو ته د هند سفر لپاره لاره پرانیستله شي.

احتجاج کونکو د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې پر سر د تګ راتګ له دوو ټکو نه یو تړلی و او دې سره د اړتیا وړ توکو لېږد رالیږد هم په ټپه ولاړ و.

دغه احتجاج کونکي د هغو قومي لږکیو اړوند دي، چې وايي نوی اساسي قانون د دوی د پرمختګ مخه نیسي.

له اګست میاشتې راهیسې د احتجاج کونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ایسوسي شیټیډ خبري اژانس ته یو پولیس چارواکي هوبیندرا بوګاټې ویلي، چې د دواړو هېوادونو د ګمرکاتو تر منځ موجود پله له سره د احتجاج کونکو او د دوی د خیمو لرې کولو پر مهال پنځه احتجاج کونکي نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا تر اوسه د نیپال له بیرګنج سیمې نه د هند راکشول سیمې ته له ۲۰۰ نه ډېر باروړونکي ګاډي تېر شوي دي او وايي نور هم پر لاره دي.

خو د هند له لوري زرګونه لارۍ لا هم نه دي توانیدلي چې نیپال ته لاره ومومي.

د پولیسو له لوري د مظاهره کونکو وهلو ډبولو په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي دي.

یوه رپوټ کې ویل شوي، چې پولیس د دوشنبې په ګهیځ وختي د احتجاج کونکو پر کمپ هغه مهال وروختل، چې دوی لا ویده وو او ګاډو ته یې د هند تګ لار پرانیستله.

خو پولیس وايي هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی شوی.

یو شمېر مظاهره کونکي بیا وايي پولیسو مظاهره کونکي په کوتکو ووهل او د خنډونو لرې کولو لپاره یې له زوره کار واخیست.

مظاهره کې د یوه ځايي شامل ګوند شیوا پټیل اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي:

''پولیسو احتجاج کونکي په کوتکو ووهل او زموږ خیمو ته یې اور ورته کړ، په زور یې ګاډو ته د تګ لاره پرانیستله.''

بل لور ته رپوټونه وايي هغه ګاډي، چې د هند له لوري نیپال ته نفت او نور توکي لیږدوي لا هم د هند ګمرک چارواکو له لوري درول شوي دي.

د این ډي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، چې د هندي چارواکو نیپال ته د دغو ګاډو تګ په اړه لا هم هېڅ نه دي ویلي.

د نیپال یو شمېر لږکۍ د نوي اساسي قانون په اړه اندېښمن دي، چې فدرالي سیسټم رامنځته کوي او دوی فکر کوي، چې ګواکې پارلمان کې به یې استازیتوب له منځه لاړ شي.