د ترکیې ټاکنو کې بری د واکمن ګوند په برخه شو

د انځور حقوق Getty
Image caption له ټاکنو مخکې نظر پوښتنو څرګندوله، چې د عدالت او پرمختیا ګوند به له ۴۰ تر ۴۳ سلنې پورې رایې تر لاسه کړي او وايي دغه ټاکنې به هم د جون میاشتې تر هغو ډېرې مختلفې نه وي، خو د ټاکنو پایلو دغه نظر پوښتنې ناسمې ثابتې کړې

د ترکیې پارلماني ټاکنو کې د دغه هېواد واکمن ګوند عدالت او پرمختیا ګوند ' اي کي پي' بریا تر لاسه کړې.

دغه ګوند د ټاکنیزو نظر پوښتنو خلاف هغه اکثریت بېرته تر لاسه کړی دی، چې د سږ کال جون په ټاکنو کې یې له لاسه ورکړی و.

د ټاکنو رسمي پایلې به څو ورځې وروسته اعلانېږي خو لومړنۍ شمېرې ښيي چې واکمن ګوند د ټولو رایو نیمایي ګټلې دي.

په دې بري سره ګوند کولی شي د پارلمان د ۵۵۰ څوکیو اکثریت وګټي.

د ترکیې رسنۍ هم وایي، د عدالت او پراختیا ګوند شاوخوا ۵۰ سلنه رایې ګټلې دي. د ګوند دمرکزي دفتر بهر مینه والو او پلویانو بیرغونه ښورول او خوښي یې څرګندوله.

د دولتي انادولو خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي دي، اوس چې ۹۹ سلنه رایې شمېرل شوي دي، اي کي ګوند ۴۹ اعشاریه څلور سلنه، د اپوزیسیون مهم ګوند سي ایچ پي ۲۵ اعشاریه څلور سلنه رایې تر لاسه کړې دي.

عدالت او پرمختیا ګوند د رایو له مخې د ترکیې پارلمان له ۵۵۰ څوکیو نه ۳۱۶ څوکۍ تر لاسه کړې دي، چې په یوازې سر د حکومت جوړلو لپاره اړینو ۲۷۶ څوکیو نه ډېرې دي.

دویم مقام تر لاسه کونکي ګوند سي ایچ پي به ۱۳۴ او ایم ایچ پي ته به ۴۱ څوکۍ ورسیږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د ټاکنو پایلې د خلکو او جمهوریت بریا بللې

د کردانو پلوي ګوند ایچ ډي پي هم توانیدلی له لس سلنې ډېرې رایې تر لاسه کړي او دې سره به پارلمان کې ۵۹ څوکۍ تر لاسه کړي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د ټاکنو پایلې د 'خلکو او جمهوریت بریا' بللې.

له بریا وروسته د یکشنبې په شپه خپلو پلویانو ته وینا کې نوموړي وویل، چې د دوی ګوند ته یې رایې ورکړې او که نه، خو وايي حکومت بi د ترکیې بیا رغونه کې د هېواد هر اوسېدونکي ته برخه ورکړي.

له ټاکنو مخکې نظر پوښتنو څرګندوله، چې د عدالت او پرمختیا ګوند به له ۴۰ تر ۴۳ سلنې پورې رایې تر لاسه کړي او وايي دغه ټاکنې به هم د جون میاشتې تر هغو ډېرې مختلفې نه وي، خو د ټاکنو پایلو دغه نظر پوښتنې ناسمې ثابتې کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption رجب طیب اردوغان ژمنه کړې، چې که ګوند یې واکمن شي هېواد کې به ټیکاو رامنځته کړي

ترکانو تېرو پنځو میاشتو مودې کې دویم ځلې د پارلماني ټاکنو لپاره رایې وکارولې.

د جون میاشتې ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان عدالت او پرمختګ ګوند و نه توانید اړین اکثریت تر لاسه کړي او له هغه وروسته د اییتلافي حکومت جوړولو ټولې هڅې نابریالۍ وې.

دغو ټاکنو کې له کرد وسله والو سره ټکر او د تاوتریخوالي پر څپې سربېره د اسلامي دولت نومي ډلې بریدونه یوه مهمه ستونزه بلله کېده.

رجب طیب اردوغان ژمنه کړې، چې که ګوند یې واکمن شي هېواد کې به ټیکاو رامنځته کړي.

رجب طیب اردغان د ټاکنو پایلو ته د درناوي ژمنه کړې، خو هغه چې پرې نیوکې کوي د مطلق اکثریت ګټلو په صورت کې یې د هغه د خپلې خوښې تپلو په اړه خبرداری ورکړی.