استرالیایی چې ۶ ورځې د میږیانو په خوړلو پایېدلی

پولیسو دغه سړی له هغې سیمې نژدې ۱۵ کیلومتره لیرې وموند، چې پکې ورک شوی و د انځور حقوق Western Australia police
Image caption پولیسو دغه سړی له هغې سیمې نژدې ۱۵ کیلومتره لیرې وموند، چې پکې ورک شوی و

یو ۶۲ کلن استرالیایی د وحشي اوښانو د ښکار په لټه ټیک شپږ ورځې له خوړو او اوبو لیرې پاتې شوی، خو ځان یې د میږیانو په خوړلو ژوندی ساتلی دی.

ریګ فوګیردي، چې د تېرې میاشتې وروستیو کې د استرالیا لوېدیځ کې د سارايي اوښانو په ښکار پې وتلی و، شپږ ورځې تری تم شو.

دی وايي: "زه نه وایم چې سمې طالع نه لرم. بلکې طالع من یم.".

پولیسو دغه سړی د اکتوبر پر ۱۲مه، له هغه ځایه ۱۲ کیلومتره لیرې تر یوې ونې لاندې وموند چې پکې ورک شوی و.

دغه سړی چې شکر ناروغي هم لري، وايي، د زړه حمله پرې راغله، او له ژوند نه یې تمه وشکېده، خو هسې خدای وژغوره.

نوموړي د استرالیا "سیون نیوز" تلوېزیون ته ویلي: "اورېدلي مې دي که چا ته درې ورځې اوبه او خواړه ونه رسېږي، مري. نه پوهېږم زه ولې شپږ ورځې ژوندی پاتې شوم".

دی زیاتوي: "د بدن یوې برخې مې ورو ورو کار پرېښود، او مرګ مې په خپلو سترګو ولید. ټول وخت مې کورنۍ په سترګو کې راتاوېدله".

"ښه خوند"

فوګیردي لنډ پنتلون او کمیس اغوستي وو، خو څپلکې یې پر پښو وې، چې د لمر وړانکو په یوه وچه بېدیا کې د اوښانو د ښکار پرمهال پسې واخیست.

فوګیردي وايي، په لکړه یې د میږیانو یوه ځاله وکیندله او د میږیانو په خوړلو یې ځان ژوندی وساته، دا چم یې له بریتانوي بیرګریلز نه زده کړی و.

دی زیاتوي: "خوند یې ډېر ښه و. په لومړۍ ورځ مې ۱۲ او په دویمه مې ۱۸ میږیان وخوړل. که خلک مې د میږیانو سړی وبولي، کوم باک نه لري".

دغه سړي چې وړاندې یې د ډبرو سکرو په کان کې کار کړی، ویلي، د پولیسو الوتکې یې څو ځلې ولیدې، غوښتل یې چې خپله خولۍ ورته وښوروي، خو ژغورونکو هېڅ نه لیده.

Image caption فوګیردي د استرالیا په لوېدیځه صحرا کې تری تم شوی و

په پای کې، پولیسو وکړای شو چې ددغه سړي پلونه پسې واخلي او بالاخره وژغورل شو.

وروسته تر هغه چې مرګ ته یې د نژدې کېدو تجربه ولیده، ویې ویل چې ګني له مړه کېدو وروسته بیا ر اژوندی شوی دی.

فوګیردي ددې پوښتنې په ځواب کې چې: آیا هغه ځای ته به بیا ورشي چې د مرګ تر پولې پکې رسېدلی؟ وویل: "شاید د خپل ټوپک د لټولو لپاره بیا ورشم".