بریتانیا دې سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې له ځپلو ډډه وکړي

د دغې جرګه ګۍ سپارښتنې د ډیویډ کامیرون د حکومت لپاره یو ګوزار دی
Image caption د دغې جرګه ګۍ سپارښتنې د ډیویډ کامیرون د حکومت لپاره یو ګوزار دی

د بریتانیا پارلمان کې د بهرنیو چارو جرګه ګۍ ویلي، په داسې حال کې چې بریتانیا د "اسلامي دولت" پروړاندې کومه څرګنده ستراتیژي نه لري، باید په سوریه کې ددغې ډلې له ځپلو ډډه وکړي.

دا د ډیویډ کامیرون د حکومت لپاره یو ډول ګوازر دی، ځکه چې هغه وړاندې ویلي وو، په سوریه کې ددغې ډلې د ځپلو لپاره لا ډېر فعالیت ته لېواله دی او هڅه یې دا ده چې په اړه یې د پارلمان موافقه ترلاسه کړي.

بریتانیا په عراق کې د "اسلامي دولت" پر وړاندې په هوايي بریدونو کې ګډون لري، او خپلو ایتلافي ملګرو ته هغه استخباراتي معلومات ورکوي چې د سوریې پر اسمان یې الوتکې ترلاسه کوي.

د بریتانیا پارلمان کې د بهرنیو چارو جرګه ګۍ په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، ویل شي چې "باید سوریه کې د بریتانیا د پوځي عملیاتو د لمنې له غځولو ډډه وشي، خو دا کار هله کېدای شي چې د عملیاتو لپاره یوه بشپړه نړیواله ستراتیژي موجوده وي، چې هلته "اسلامي دولت" وځي او په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې لپاره حل لاره ومومي".

راپور کاږي "ددغې ستراتیژۍ په نشتوالي کې، یوازې عملیات کول لاهم ناڅرګنده موضوع ده".

ډیویډ کامیرون هڅه کوي چې د بریتانیا پارلمان کې د ګوندونو موافقه ترلاسه کړي چې پربنسټ یې وکړای شي هېواد یې هوايي بریدونه سوریې ته هم وغځوي.

د بریتانیا پارلمان کې د محافظه کار ګوند د یوه مرستیال په مشرۍ د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ویلي، حکومت باید د عملیاتو د پراخولو په تړاو له پارلمان نه د موافقې سوچ پرېږدي.

دغې جرګه ګۍ دا هم غوښتي چې بریتانیا په سوریه کې څه ډول مداخله غواړي، چې په لړ کې یې نړیوال ایتلاف "اسلامي دولت" ډله وځپلی شي.

Image caption دغې جرګه ګۍ دا هم غوښتي چې بریتانیا په سوریه کې څه ډول مداخله غواړي، چې په لړ کې یې نړیوال ایتلاف "اسلامي دولت" ډله وځپلی شي.

د جرګه ګۍ مشر محافظ وکیل کرسبین پلانټ ویلي: "په سوریه او عراق کې د نړیوالو ښکېلو لوبغاړو له حد تېر عمل او د بشار الاسد په ملاتړ د روسیې وروستۍ مداخلې هلته وضعیت لا ډېر کړکېچن کړی دی".

نوموړی وايي "ډېره اړتیا ده چې ددغو بېلابېلو قوتونو ترمنځ د یوې بشپړې ستراتیژۍ تر سیوري لاندې د همغږۍ لپاره یو سیستم جوړ شي، موږ باید خپلې هڅې ددغې ستراتیژۍ د روښانولو لپاره چټکې کړو".

ورته مطالب