د ټوکمار ولسمشر وروستۍ خندا

Image caption ښاغلي مورالیس څه باندې ۱۵ کاله په یوې اونیزې کمیدي خپرونې کې کار کاوه (د AP تصویر)

د ګواتیمالا د ښارونوپه کوڅو او سړکونو کې اعتراضونه، د فساد رسوايي په لوړه کچه او پخوانی ولسمشر او مرستیال يې په زندان کې د محاکمې په انتظار.

په تېرو څو میاشتو کې په ګواتیمالا کې یوه سیاسي ډرامه روانه وه.

کله کله حالات دومره حیراونونکي وو چې د ډېرو له نظره د خندا وړ وه.

ښايي پخواني ټوکمار جیمي مورالیس د هېواد د نوي ولسمشر په توګه یوه ډېره مناسبه دنده موندلې وي.

ټوکمارۍ او سیاست

ښاغلی مورالیس د خلکو د پام وړ کارونو سره عادت شوی دی. هغه څه باندې ۱۵ کاله د خپل ورور سامي سره یوځای په یوې اونیزې کمیډي خپرونې کې مهم لوبغاړی وو.

Image caption جیمې مورالیس د خلکو د خوښې وړ یو سړي په توګه ځان ښودلی (د AFP تصویر)

په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته هغه وویل: ''طنز ویلو راته یو ور پرانیستی و او کولای مې شول چې خلکوته مهم پیغامونه ورسوم.''

د ګواتیمالا نوی ټاکل شوی ولسمشر وايي چې د ستر دیکتاتور په نامه د چارلي چاپلین د ۱۹۴۰کال د هغه طنزي فلم څخه يې الهام اخیستی چې د آدولف هیتلر په اړه يې ټوکې کولې.

هغه وايی: ''داسې کوم بل فلم نشته چې دغسې پیاوړي محتویات ولري چې له طنز او ټوکو سره یوځای وي.''

د ښاغلي مورالیس د طنزي خپرونې یوه برخه د ډېرو خلکو په یاد کې پاتې ده. په هغې کې يې پر خپل مخ تور رنګ وهلی و چې له امله يې ځینې خلک ورباندې د نژاد پرستۍ تورلګوي.

خو که ناندره ییزه خبرې یوې خواته پریږدو، یوه خبره یقیني ده چې ښاغلی مورالیس د سیاست په پرتله په طنز ویلو او ټوکو کې ډیره تجربه لري.

مناسب وخت

د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي مورالیس د ټاکنیز کمپاین وخت له دې نه بهتره نشو کېدای.

Image caption ’’ نه فاسد او نه غل’’ د ښاغلي مورالیس د ټاکنیز کمپاین پیغام وو. (د رویټرز تصویر)

په داسې حال کې چې د تېر اپریل په میاشت کې به هره اونۍ د حکومت ضد اعتراض کوونکو لاریونونه کول، ښاغلي مورالیس د هېواد تر ټولو لوړې دندې یعنې د ولسمشرۍ مقام ته ځان کاندید کړ.

دا اعتراضونه د ملګرو ملتونو د هغه ریپوټ په غبرګون کې کیدل چې د ګواتیمالا پر یوشمیر لوړپوړو سیاستوالو باندې يې تورلګولی و چې د فساد یوې کړۍ سره تړاو لري چې ددې هیواد د ګمرک اداره هم پکې ښکېله وه.

د فساد ادعاګانې ترلوړو مقامونو رسېدلې وې.

د هغه وخت ولسمشر، او توپیریز مولینا او مرستیال يې روکسانا بالدیتي، د تورنو کسانو په کتار کې و چې اوس د محاکمې په انتظار په زندان کې دي.

د ښاغلي مورالیس د ټاکنیز کمپاین پیغام ''نه فاسد او نه غل'' د ګواتیمالا د ډیروخلکو خوښ شو. نوی ټاکل شوی ولسمشر وايي: ''له دې امله خلکو پر موږ باور وکړ. ډېر خلک په دې باور شول چې په سیاست کې باید فساد نه وي''.

''ډېر نری''

خو د ځینو کارپوهانو له نظره، د مورالیس د فساد ضد پیغام په کافي اندازه پراخ نه دی.

Image caption د ګواتیمالا ورځپاڼې وايي اوس يې وخت دی ’’هغو شیانو ته انتظار وباسو چې ژمنه يې شوې ده’’(د AFP تصویر)

واشنګټن مېشته امریکايي څیړونکی کیوین کساس زمورا وايي: ''کله چې تاسو په ټاکنو کې یوازې ددې خبرې پربنسټ ځان نوماند کوئ چې غلا مو نه ده کړې، دا خبره د هېواد د سیاسي نظام په اړه ډیر څه وايي. په یوې نورماله دیموکراسۍ کې باید خلک له خپلو مشرانو څخه له دې نه ډیرې هیلې ولري- نه یوازې دا چې غل نه وي.''

Image caption ښاغلی مورالیس د ملي همګرايي جبهې په استازیتوب ځان کاندید کړی و. (د رویټرز تصویر)

سره له دې چې ښاغلي مورالیس پخوا په سیاست کې ونډه نه درلوده، داسې اندیښنې شته چې دده ګوند، د ملي همګرايي جبهه، پوځ سره اړیکي لري، چې د ګواتیمالا د ۱۹۶۰-۱۹۹۶ په کورنۍ جګړې کې يې له ظلمه ډک رول لوبولی و.

خو زیاترو رایه ورکوونکو احساس کاوه چې ښاغلی مورالیس د دوی لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.

نورو کاندیدانو د فساد له قضیو سره تړاو درلوده، خلک پر پخواني ولسمشر پیریز مولینا باندې ډېر په غصه وو، د ګواتیمالا خلکو بدلون غوښت.

د تګلارو د جزییاتو په اړه ناکافي معلومات

ښايي د ښاغلي مورالیس پرخلاف ترټولو ستر انتقاد دا وي چې د تګلارو او سیاستونو په اړه يې ډېر لږ معلومات خپاره شوي دي.

Image caption ښاغلی مورالیس غواړي چې د خلکو د پام وړ واوسي (د رویټرز تصویر)

د هغه د ټاکنیز کمپاین منشور یوازې شپږ پاڼې دی او د ده د نظریاتو او پلانونو په اړه پکې معلومات لږ دي.

ښاغلی مورالیس وايي حتی کله چې يې په ۱۹۹۹کې په اسپانیا کې زده کړه کوله غوښتل يې چې باید د خپل هېواد لپاره یوڅه وکړي.

هغه وايي له هېواد نه د لیرې توب په وخت کې ورته معلومه شوه چې ګواتیمالا ورباندې څومره ګرانه ده او حالات يې څومره دردوونکي وو.

خو تر ۲۰۰۸ پورې په سیاست کې ورګډ نه شو.

نو ددې نیوکو ځواب څنګه وايي؟

هغه وايي ''زه به هغسې ځواب ورکړم لکه چې هینري فورډ د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا د پوښتنې په ځواکې ورکړی و، کله چې يې له هغه نه وپوښتل چې د موټرو د صنعت په اړه څه معلومات لري که نه. هغه ورته ویلي و ''یو ټیلیفون مې مخې ته کېږدئ- زه په ټولو شیانو نه پوهیږم، خو داسې کسان پیژنم چې ورته زنګ ووهم او ورڅخه معلومات واخلم.''

داسې ښکاري چې پرتله کول يې خوښیږي.

Image caption جیمي مورالیس وايي پوهیږي چې د ستونزو په وخت کې پر چا باندې غږ وکړي (د رویټرز تصویر)

ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ګانګرس کې به د ۱۵۸ استازو څخه د ۱۱ په مرسته څرنګه وکولای شي قوانین تصویب کړي، هغه وویل: ''هغسې چې رونالډ ریګن ویلي وو: ''د حکومت کولو لپاره له دغو دریو څخه دوو ته اړتیا ده: جمهوري ریاست، کانګرېس او د عامو خلکو نظریات.''

''که د ښه مشرتوب او د ښو سیاسي او اقتصادي اقداماتو د عملي کولو له امله د خلکو ملاتړ راسره وي، فکر کوم چې د عامو خلکو نظریات به زما پلوي وي.’’

خو، ځینې څېړونکي دومره باوري نه دي.

د ګواتیمالا د پلټنو او ټولنیزو څېړنو د ټولنې سیاسي څیړونکی هوګو نووالیس وايي:’’ شک لرم چې جیمي مورالیس به هغه سیاسي زېرمې ولري چې دغو حالاتو سره مقابله وکړي.’’

هغه زیاتوي: ''موږ دهغه محبوبیت او خلکو سره د هغه د خبرو اترو او مفاهمې وړتیا لیدلې چې د هغوی له ستونزو سره خواخوږۍ ښيي.''

''خو، وبه کتل شي چې آیا هغه کولای شي له دې محبوبیته په ګټې اخیستو یوه سیاسي اجنډا جوړه کړي.''

ورته مطالب