د کنډي کرش لوبې جوړوونکی شرکت په ۵.۹ مېلیارد ډالرو وپېرل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption د شرکت مشرانو ویلي چې دغه تړون به یې د ډېجېټل یا کمپیوټري لوبو په بازار کې تر ټولو مخکښ کړي.

د مشهورې کمپیوټري لوبې کنډي کرش جوړونکی شرکت کېنګ ډېجېټل، یوه بل امریکايي شرکت اکټيوېژن بلېزرډ د ۵.۹ مېلیارد ډالرو په بیه وپېره.

اکټيویشن بلېزرډ هم د کمپیوټري یا ډېجېټل لوبو جوړوونکی شرکت دی او تر دې وړاندې یې د کال اف ډیوټي په څېر مشهورې کمپیوټري لوبې جوړې کړي دي.

د شرکت مشرانو ویلي چې دغه تړون به ورته د ډېجېټل یا کمپیوټري لوبو په بازار کې تر ټولو مخکښ ځای ورکړي.

اکټيویشن بلېزرډ شرکت زیاته کړه چې په دې سره به یې اوس د میاشتني کاروونکو شمېر نېم مېلیارد کسانو ته ورسېږي.

د کال اف ډیوټي لوبو لړۍ یوه تر ټولو مشهوره لړۍ ده او په ټوله نړۍ کې یې د کمپیوټري لوبو مېلیونونه مینه وال کاروي.

د ويډیويي ګیمونو یا لوبو په کارونه کې په تېرو څو کلونو کې خورا ډېر بدلون راغلی.

Image caption د کال اف ډیوټي لوبو لړۍ یوه تر ټولو مشهوره لړۍ ده

اوس د وېډیو لوبو ډیری مینه وال دغه لوبې په موبایل، تابلېت او کمپیوټر ترسره کوي.

نو ځکه د دغو لوبو جوړوونکي شرکتونه اوس تر ډېره دغه لوبې په ډېجېټل بڼه جوړوي.

د اکټيویشن بلېزډ شرکت مشر بوبي کوټېک وايي

"موږ هره میاشت په ټوله نړۍ کې نيم مېلیارد فعاله کاروونکي لرو. موږ د دې وړتیا لرو چې د نړۍ په هر ګوټ کې خپلو مشتریانو ته غوره ډېجېټل لوبې وربرابرې وکړو، او دوی به وکړای شي چې د خپلې خوښې الې په کاروولو له دغو لوبو ګټه پورته کړي"

ښاغلي کوټېک زیاته کړه چې له دغه نوي تړون نه یې هدف د خپل فعالیت پراخول دي.

نوموړي وویل چې د کېنګ ډېجېټل کمپنۍ ۶۰ سلنه کاروونکي مېرمنې دي او هر څوک کولی شي د دوی ګیمونه په ځیرک ټیلیفون ترسره کړي.