د انټرنېټ له لارې د ماغزو روزنه

Image caption د ساینس د تصویري کتابتون یو تصویر

يوې پراخې څېړنې موندلې چې د ماغزو روزنه او هغه انټرنېټي ګېمونه یا لوبې چې حافظه او د استدلال مهارتونه پیاوړي کوي، زړو کسانو ته ګټه لري.

د لندن د کېنګز کالج څېړونکو موندلې چې دماغي تمرینونه ماغزه تېز او پیاوړي ساتي او خلکو سره د ورځنیو کارونو لکه بازار کې د سودا رانیولو او په کور کې د پخلي په برخه کې مرسته کوي.

نژدې ۷،۰۰۰ کسانو چې ۵۰ کاله یا زیات عمرونه یې درلودل په هغې شپږ میاشتینۍ څېړنې کې برخه اخېستې وه چې د بي بي سي د یوې ټلویزیوني خپرونې له خوا پیل شوې وه.

اوس په دې هکله لا اوږدې څېړنې هم په پیلېدو دي.

د ماغزو روزنه

بي بي سي، د الزهایمرز ټولنې او د طبي څېړنو شورا په ګډه دا څېړنه پیل کړې وه او په هغې کې د ګډون لپاره یې په زرګونو داوطلبان راټول کړي وو.

تر هغه ځايه چې څېړونکو ته څرګنده وه، هېڅ یو برخه وال د دې تجربې له پیل نه مخکې د حافظې یا ماغزو کومه پخوانۍ ستونزه نه درلوده.

له ځینو داوطلبانو څخه غوښتنه شوې وه چې هر ځلي د لسو دقیقو لپاره هر څومره چې یې خوښه وي د ماغزو د روزنې انټرنیټي لوبې ترسره کړي.

له یوې بلې ډلې کسانو ( د کنټرول ډله) څخه غوښتل شوي وو چې په انټرنیټ کې ځینې شیان ولټوي.

څېړونکو د خپلو تجربو په ترڅ کې د دې کسانو د ماغزو د وړتیا په اړه یو لړمعیاري طبي ازموینې ترسره کړې او بیا یې درې میاشتې او شپږمیاشتې وروسته دا ازموینې تکرار کړي چې وګوري د پورته یادو شویو دوو ډلو برخه والو د ماغزو په پیاوړتیا کې کوم ښکاره توپیر شته که نه.

څېړونکو وموندله چې له شپږو میاشتو وروسته، د هغو کسانو چې د استدلال او ستونزو حلولو په برخه کې یې "ماغزو د روزنې" ګېمونه یا لوبې کړې وې، د ماغزو پیاوړتیا او د پېژندنې مهارتونه یې د نورو په پرتله چې دا لوبې یې نه وې کړې وده کړې وه.

Image caption کوم ګل له نورو توپیر لري؟ ځواب د دې مقالې په پاې کې موندلاېشئ. ( دبي بي سي Lab UKتصویر)

داسې ښکاري چې د ماغزو د رونې دا لوبې هغه وخت ګټه کوي چې لږ تر لږه په اونۍ کې پنځه ځلي ترسره شي.

څېړنو ښودلې هغه کسان چې عمر یې له ۶۰ کلونو زیات وي او په دغو لوبو کې یې برخه اخېستې وي لا ښې نتیجې تر لاسه کوي او خپل ورځني کارونه په ښه ډول ترسره کوي.

خو د همدې څېړونکو یوې بلې پخوانۍ څېړنې ښودلې وه چې د ماغزو د روزنې لوبې د هغو کسانو لپاره کومه ګټه نه لري چې عمر یې له ۵۰ کلونو کم وي.

د کېنګزکالج د روح پېژندنې او عصبي علومو د انسټیټوټ څېړونکي غواړي یوه بله اوږده ازموینه هم پیل کړي چې دا معلومه کړي چې آیا د ماغزو د روزنې له لارې به د حافظې د کمزورې کونکې ناروغۍ یا ډیمینشیا د پرمختیا مخنیوی هم ممکن وي که نه.

د الزهایمرز د ټولنې ډاکټر ډوګ براون وايي:

"د انټرنېټ له لارې د ماغزو روزنه په چټکتیا سره وده کوي او د مېلیونونو ډالرو په صنعت باندې بدلېږي، دغسې څېړنې ډیرې مهمې دي او موږ سره مرسته کوي چې وپوهېږو دا انټرنیټي لوبې څه کولای شي او څه نشي کولاې"

هغه زیاتوي:

"په داسې حال کې چې دا وروستۍ څېړنې په کافي اندازه اوږدې نه وې چې دا معلومه کړي چې آیا د ماغزو د روزنې دا طریقې به وکولای شي، د ماغزو د پېژندنې د وړتیا یا د حافظې د کمزوري کوونکي ناروغۍ، ډیمینشیا، مخنیوی وکړي. موږ خوښ یو چې د هغو مثبتې اغېزې وینو چې زاړه کسان د هغو په مرسته خپل ضروري ورځیني کارونه په لا ښه توګه ترسره کولاې شي".

په پورتنې تصویرکې د زرغونې دایرې درلودونکی ګل له نورو نه توپیرلري.