د پاچا فهد "پټې ښځې" د ۲۳ میلیون ډالرو قضیه وګټله

جنان حرب په ټنیګار سره وايي چې له پاچا فهد سره یې په ۱۹۶۸ کال واده کړی د انځور حقوق PA
Image caption جنان حرب په ټنیګار سره وايي چې له پاچا فهد سره یې په ۱۹۶۸ کال واده کړی

جنان حرب، چې ځان د سعودي د پخواني او مړه شوي پاچا فهد بن عبدالعزیز "پټه ښځه" بولي، د بریتانیا محکمه کې هغه قضیه وګټله، چې له امله یې د هغې جیب ته د پاچا فهد د زامنو له خزانې ۲۳ میلیون ډالر اضافه شول.

دې ویلي، چې دا پیسې د هغې د نفقې لپاره دي.

محکمې د جنان حرب په پلوۍ پرېکړه وکړه.

۶۸ کلنې حرب وړاندې ویلي وو، د پاچا فهد له مړینې وروسته د هغه یوه زوی دې ته ویلي، چې ګني د دې "تر مرګه به د دې پالنه دوام ولري".

محکمې ویلي، حرب د ۱۵ میلیون پاونډو په قضیه کې په حقه ده، او د لندن په زړه کې د ۱۰ میلیون نورو پاونډو په ارزښت دوه کورونه هم ددې دي.

حرب وايي، له ملک فهد سره یې په ۱۹۶۸ کال د سعودي له پاچا کېدو وړاندې واده کړی.

پر دې پرېکړې یوځل بیا په استنیاف محکمه کې غور کېږي.

ریښتینې خبرې

بریتانوي قاضي وویل، حرب ټینګار لري چې د فهد زوی شهزاده عبدالعزیز په ۲۰۰۵ کال د لندن دوشسټر په هوټل کې له هغې سره هغه مهال کتلي، چې پلار یې سخت ناروغ و.

د انځور حقوق PA
Image caption له پرېکړې وروسته حرب وویل "الحمد الله، موږ د بریتانیا قضاء لرو، شهزاده غوښتل چې موږ سعودي ته ولاړ شو، هلته چې شاهي کورنۍ پر هرڅه واکمنه ده".

حرب وايي، شهزاده عبدالعزیز منلې ده، چې هغې ته به ۱۲ میلیون پاونډه ورکوي، سربېره پردې به د لندن په زړه کې دوه کورونه ددې په نامه کوي، ځکه چې د هغه د پلار له وصیت سره سم باید "تر مرګه د جنان حرب مالي لګښت ورکړل شي".

شهزاده عبدالعزیز په لیکلې بڼه محکمې ته ګواهي ورکړې، چې د حرب خبرې پکې ردوي.

له واده سره مخالفت

حرب چې په اصل کې فلسطینۍ ده، محکمې ته ویلي، په سعودي کې د واکمنۍ کورنۍ ځینو بچیانو له پاچا فهد سره د دې د واده کولو مخالف و، ځکه چې حرب په یوه مسیحي کورنۍ کې لویه شوې ده.

دې ویلي، په ۱۹۶۸ کال له فهد سره تر واده لږ وروسته دا مسلمانه شوه، چې هغه مهال فهد د سعودي د کورنیو چارو وزیر و.

د محکمې پرمهال، قاضي له شهزاده عبدالعزیز نه وغوښتل چې د محکمې پر وړاندې شاهدي ورکړي، او د خپلې ریښتینولۍ لپاره دلایل وړاندې کړي، خو نوموړي یې غوښتنه رد کړه، ځکه چې په سعودي کې واکمنه کورنۍ نه غواړي دا موضوع رسنیو ته ووځي.

په پای کې، محکمې عبدالعزیز له محکمې سره د ټګۍ برګۍ په عمل سره ۲۵ زره پاونډه جریمه کړ، چې دا پیسې به کومې خیریه ټولنې ته ورکوي.

له پرېکړې وروسته حرب وویل "الحمد الله، موږ د بریتانیا قضاء لرو، شهزاده غوښتل چې موږ سعودي ته ولاړ شو، هلته چې شاهي کورنۍ پر هرڅه واکمنه ده".

د انځور حقوق PA
Image caption محکمې ویلي، حرب د ۱۵ میلیون پاونډو په قضیه کې په حقه ده، او د لندن په زړه کې د ۱۰ میلیون نورو پاونډو په ارزښت دوه کورونه هم ددې دي.