سوېلي سودان کې د الوتکې لوېدو '۴۰ کسان وژلي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption یوې سیمه ییزې رادیو ویلي، الوتکه بار وړونکې ده، چې د سوېلي سودان د بر نیل پر سر پالوچ ولایت کې د الوتنې پرمهال د نیل سیند ختیځه برخه کې ولوېده.

د سوېلي سودان پلازمېنه جوبا کې نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه یوه بار وړونکې روسۍ الوتکه لوېدلې چې لږ تر لږه ۲۵ کسان پکې وژل شوي دي.

ځینو رپوټونو کې ویل شوي دی، چې د وژل شویو کسانو شمېر ان ۴۰ کسانو ته رسیږي.

د سوېلي سودان د ولسمشر ویاند اتیني وېک اتېني رویټرز خبري آژانس ته ویلي، لږترلږه دوه کسان ژغورل شوي، چې یو پکې د الوتکې عمله او بل یو ماشوم دی.

تر اوسمه معلومه نه ده، چې څومره کسان په الوتکه کې وژل شوي دي او څومره نور داسې وو، چې د الوتکې غورځیدو پر مهال پر ځمکه موجود وو.

د جوبا میرایا نومي رادیو په رپوټ کې ویل شوي دي، چې دغه انتونوف ډوله الوتکه بر نیل کې پالوچ نومي سیمې ته پر لاره وه، چې له له ځغاستلیکې یوازې اته سوه متره لرې نسکوره شوه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه انتونوف ډوله الوتکه بر نیل کې پالوچ نومي سیمې ته پر لاره وه، چې له له ځغاستلیکې یوازې اته سوه متره لرې نسکوره شوه

د ای ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې وژل شویو کې د عملې پنځه روسي کسان هم شامل دي او له هغه وروسته یوګنډا کې د روسیې دیپلوماتیک ماموریت وویل، چې دوی سویلي سودان چارواکو سره اړیکه کې دي.

مرستندویه ډلې د جوبا نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د پېښې سیمې ته رسېدلې دي.