''د اسد واکمني روسیې ته مهمه نه ده، خو د سوریې خلک به یې پرېکړه کوي''

د انځور حقوق AP
Image caption مسکو ته د بشارالاسد د سفر پر مهال د هغه پر ( تاوده هرکلي ) متحدو ایالتونو نیوکې کړې وې

د روسیې او امریکا هوایي ځواکونو ګډ پوځي روزنیزعملیات کړي چې د سوریې د پاسه د بمبارۍ پر مهال د الوتنو خوندیتوب باوري کړي.

د امریکایي پوځ دغو تمرینونو ته د اړیکو د یوه ازمایښت په سترګه کتل کېږي.

دا روزنیز عملیات تر هغه یوه میاشت وروسته تر سره کېږي چې دواړو هېوادونو داسې هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د هوایی عملیاتو پر مهال د ټکرونو مخه ونیوله شي.

په یوه جلا پرمختیا کې روسیه وایي په سوریه کې یې د حکومت مخالفینو ۲۴ اډې یې په نښه کړې دي.

بل لور ته روسیه وایي، په اصولو کې له واکه د بشار اسد له لرې کېدو سره مخالفت نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات ویانده ماریا زخاروا وایي، د بشار اسد د برخلیک مسله د روسیې له پاره دومره مهمه نه ده او دا د سوریې د خلکو خوښه ده چې څوک غواړي او له ښاغلي اسد سره څه کوي؟

د اغلې زخارووا دا څرګندونې د روسیې له پخوانيو ویناوو سره توپیر لري چې د لوېديځ هغه غوښتنې یې نه منلې چې ولسمشر اسد دې له واکه لرې شي.

د انځور حقوق AP
Image caption د روسیې پوځ په سوریې کې د حکومت مخالفو وسله والو ځپلو لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي

روسیې ته د بشارالاسد حکومت تر ټولو کلک اتحادي په نظر کتل کېږي او د بشارالاسد راتلونکی هغه موضوع وه، چې له کبله یې د سوریې په تړاو وروستیو نړیوالو خبرو کې هوکړه و نه شوه.

د روسیې پوځ په سوریې کې د حکومت مخالفو وسله والو ځپلو لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي.

بل لور ته ماریا زاخاروا له تاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: '' د روسیې له دغه دریځه داسې کومه اشاره مخې ته نه راځي، چې ګواکې د سوریې حکومت په هکله د روسیې دریځ کې کوم بدلون راغلی دی. ''

د سې شنبې په ورځ د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل بوګداناو ویلي و، چې هېواد یې هڅه کوي، راتلونکې اونۍ مسکو کې د سوریې حکومت او مخالفانو تر منځ یې خبرې پیل کړي.

تېره میاشت روسیې ته د ولسمشر بشارالاسد سفر پر مهال د روسي چارواکو له لوري د '' تاوده هرکلي '' له کبله امریکا متحدو ایالتونو کلکې نیوکې کړې وې.

۲۰۱۱ کال کې سوریې کې د کړکېچ له پیله وروسته له هېواده بهر ته دا د بشارالاسد لومړنی سفر و.

دغه کړکېچ کې تر اوسه له ۴۰۰ زره ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د امریکا دریځ دا دی، چې د سوریې راتلونکي کې د بشارالاسد لپاره هېڅ ډول ځای نه شته.