د لاهور فابريکې کې د ۲۶ کسانو مړينه تاييد شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه څلور پوړيزه ودانۍ د چارشنبې پر ورځ د لاهور ښار څنډو کې په يوه صنعتي سيمه ولوېده

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د غورځېدلې فابريکې له کنډو کپرو لاندې د ايسارو کسانو د وېستلو هڅې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.

د ژغورنې ډلې وايي په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۶ ته رسېدلی او ښايي لا هم ۵۰ کسان تر لوېدلې ودانۍ لاندې وي.

دوی وايي تر اوسه يې ۱۰۰ کسان له دغې لوېدلې ودانۍ راوېستلي، او د پېښې پرمهال په فابریکه کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسان وو.

دغه څلور پوړيزه ودانۍ د چارشنبې پر ورځ د لاهور ښار څنډو کې په يوه صنعتي سيمه ولوېده.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

عيني شاهدان وايي لومړی د فابريکې چت ولوېد او ورپسې ټوله ودانۍ ونړېده.

د ژغورنې په عملياتو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان برخه لري.

د کنډوالو او غټو ډبرو لرې کولو لپاره د پېښې سیمې ته درانه ماشینونه ورغلي دي.

د فابریکې یو کارکوونکي اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي، د ودانۍ په یوه داسې برخه کې چې اوس ورتګ ورته ممکن نه دی، ۵۰ کسانو کار کاوه. دی وايي په کارکوونکو کې ۱۲کلن ماشومان هم وو.

په دغې ودانۍ کې د پلاستیک جوړولو فابریکه ودانه وه او د ځایي خلکو په وینا په وروستۍ زلزله کې ودانۍ ته یو څه زیان رسېدلی و.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

په لاهور کې تر دې وړاندې هم لرغونې او زړې ودانۍ نړېدلي او لسګونه کسان یې وژلي دي.

په ۲۰۱۲ کال کې د لاهور په ګنجان اباد سیمه کې د یوې ودانۍ نړېدو په پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي و.

تېر کال د دروغه والا سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د ودانۍ نړېدو په پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب