''ښايي د روسۍ الوتکې غورځېدو لامل بمي چاودنه وي''

د انځور حقوق AFP
Image caption مصري چارواکو ويلي الوتکه کې د ثبت آلې 'بلک باکس' ته سخت زيان رسېدلی دی

امريکايي او بريتانوي چارواکي وايي استخباراتي معلومات ښيي، ښايي هغه روسۍ مسافر لېږدوونکې الوتکه چې په مصر کې ولوېده، د غورځېدو لامل يې بمي چاودنه وي.

خو دوی وايي تر اوسه په دې اړه کومې رسمي پايلې ته نه دي رسېدلي.

په دغه الوتکه کې ۲۲۴ کسان ووژل شول.

پر همدې مهال بريتانيا د سينا ټاپووزمې له لارې د خپلو الوتکو پروازونه ځنډولې دي.

مصر د اسلامي دولت ډلې داعش هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې الوتکه دوی غورځولې ده.

خو روسيې کارپوهان وايي تر اوسه په دې اړه څه ويل له وخته وړاندې دي.

مصري چارواکو د چارشنبې پر ورځ وويل په الوتکه کې د ثبت آلې 'بلک باکس' سخت زيان ليدلی دی.

دغه روسۍ الوتکه د تېرې شنبې پر ورځ د مصر له شرم الشيخ نه سن پيټرزبرګ ته روانه وه، چې د پرواز پر ۲۳مه دقيقه د سينا ټاپوزمه کې راپرېوته.

د الوتکې ډېرۍ سپرلۍ روسان وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption خو د روسیې، امريکا، بريتانيا او مصر چارواکي وايي په دې اړه وروستي معلومات به هغه مهال ډاګيزه شي، چې د الوتکې تور بکس وارزول شي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند ويلي: ''موږ داسې پايلې ته ورسېدو چې ښايي د دې ډېره شونتيا وي چې الوتکه د يوې چاودېدونکې وسيلي د چاودلو له امله راغورځېدلې وي.''

تر دې وړاندې بريتانيا ويلي و، چې ښايي الوتکه د يوې چاودېدونکې وسيلې پر مټ راغورځول شوي وي.

یوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط اسوشيېټيډ پرس خبري اژانس ته ويلي: ''د دوی ابتدايي موندنې چې د غږونو له اورېدو يې ترلاسه کړي ښيي، چې په سينا ټاپوزمه کې په داعش پورې تړلې يوې ډلې په الوتکه کې بم ځای پر ځای کړی دی.''

خو د روسیې، امريکا، بريتانيا او مصر چارواکي وايي په دې اړه وروستي معلومات به هغه مهال ډاګيزه شي، چې د الوتکې تور بکس وارزول شي.

ورته مطالب