مالديو کې پوليسو پر خصوصي تلويزيون چپاو اچولی

Image caption پوليسو د سانګو پر تلويزيوني چينل د محکمې د اجازې وروسته چپاو اچولی دی

په مالديو کې پوليسو په يوټيوب کې د هغې خپرې شوې وېډيو په تړاو چې ولسمشر عبدالله يمين ته په کې د مرګ ګواښ شوی د سانګو پر خصوصي تلويزيوني چينل چپاو اچولی دی.

پوليسو د مالديو په پلازمېنه کې د سانګو تلويزيون ودانۍ ته ورننوتي او وېډيويي کيسټونه يې ترې ټول کړي دي.

راپورونه وايي پر يوټيوب خپره شوې وېډيو کې درې پوز تړلي کسان ښکاري چې ولسمشر په مرګ ګواښي.

ولسمشر يمين وروسته ل هغې د چارشنبې پر ورځ بېړنی حالت اعلان کړ چې پوځ وويل د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ يې په يوه موټر کې بم پيدا کړی دی.

د سانګو تلويزيوني چينل مشر ابراهيم وحيد وايي: ''د تلويزيون خپرونې اوس په بشپړ ډول ځنډېدلې دي.''

دی وايي: ''پوليسو د شواهدو موندلو لپاره ټول دفتر پر بل مخ واړاوه. د دفتر خوندي ځای هم مات کړای شو او وپلټل شو. دوی زموږ د ټولو کمپيوټرونو معلوماتي زېرمې له ځان سره يوړې.''

ښاغلي وحيد ويلي دغه وېډيو په يوټيوب کې د سانګو تلوېزيون کارکوونکو او ادارې نه ده خپره کړې.

پوليسو د سانګو پر تلويزيوني چينل د محکمې د اجازې وروسته چپاو اچولی دی.

د چارشنبې پر ورځ د هېواد پارلمان وروسته له هغې د مرستيال ولسمشر احمد اديب د لرې کولو غوښتنه وکړه چې د ولسمشر په کښتۍ کې د ماين چاودنې په تړاو په خيانت تورن شو.

خو احمد اديب د ولسمشر د وژنې هڅه رد کړې ده.

ورته مطالب