اېبولا ناروغي سيراليون کې له منځه تللې

د انځور حقوق
Image caption په تېرو ۱۸ مياشتو کې اېبولا ناروغي په سيراليون کې نژدې ۴۰۰۰ کسان وژلي دي

د روغتيا نړيوال سازمان به ډېر ژر سيراليون له اېبولا ناروغۍ پاک اعلان کړي، دغه سازمان وايي په تېرو ۴۲ ورځو کې په دې هېواد کې د اېبولا ناروغۍ کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

د دې هېواد په زرګونو اوسېدونکي د پلازمېنې فري ټون لارو کوڅو ته راوتلي او له دې ناروغۍ د خلاصون په خوښۍ کې نڅا او لمانځنې کوي.

په تېرو ۱۸ مياشتو کې اېبولا ناروغي په دې هېواد کې نژدې ۴۰۰۰ کسان وژلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي دا هغه وخت دی چې موږ ورته په انتظار وو.

په راغونډ شويو خلکو کې ښځينه ډلې هم وې چې د پنبې يوې ۶۰۰ کلنې ونې سره نژدې را غونډې شوې وې او خوښي يې کوله.

دغه سيمه کې به پخوا د موټرو کتارونه ولاړ وو خو تېره شپه له خلکو ډکه وه.

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې اېبولا ناروغۍ د نومبر تر لومړۍ نېټې ۱۱۳۱۴ کسان وژلي چې ۴۸۰۸ يې په لايبريا، ۳۹۵۵ سيراليون، ۲۵۳۷ په ګانيا او ۸ کسان په نايجريا کې وژل شوي.

د سيراليون ولسمشر به وروسته خلکو ته وينا کوي، دی وايي د اېبولا ناروغۍ په اړه يې پوره معلومات نه لرل او حکومت يې هغه څه چې په توان کې وو، د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره کړي دي.

د اېبولا ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګڼ شمېر تدبيرونه نيول شوي وو، د دې هېواد د په بېلا بېلو برخو کې د پاملرنې مرکزونه جوړ شوي وو چې د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

کاونډي هېواد لايبريا کې د ۴۸۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته تېر سپټمبر مياشت کې دغه ناروغي له منځه تللې وه.

بل خوا په نورو ګاونډيو هېوادونو کې د دې ناروغۍ ځينې پېښې اوس هم تر سترګو کېږي.