د موټر تېز ځغلولو له کبله ۲۸ میاشتې زنداني شو

په یوه وېډیو کې شان ډیویس لیدل کېږي چې په یوه ساعت کې خپل موتر ۳۰۹ کیلومتره ځغلوي د انځور حقوق North Hampton Police
Image caption په یوه وېډیو کې شان ډیویس لیدل کېږي چې په یوه ساعت کې خپل موتر ۳۰۹ کیلومتره ځغلوي

په بریتانیا کې محکمې یو سړی له دې کبله په ۲۸ میاشتو بند محکوم کړی، چې ترافیکي لارښوونې یې تر پښو لاندې کړې او تر ټاکل شوې اندازې چټک یې خپل موټر ځغلولی دی.

پولیسو وروسته تر هغه ۴۲ کلن شان ډیویس ونیو، چې په تیلیفون کې یې داسې وېډیوګانې ولیدې، چې د قانون په چوکاټ کې تر خپلې اندازې د تېز موټر ځغلولو پرمهال یې ثبت کړې وې.

په یوه وېډیو کې هغه په یوه ساعت کې تر ۳۰۹ کیلومترو ډېر سرعت کې خپل نیسان جي ټي آر موټر چلولی دی.

محکمې د دغې خطرناکې چلونې له کبله نوموړی په ۲۸ میاشتو بند محکوم کړ.

د نارټ همپټن محکمې وویل: "نوموړي د نورو موټرو سپرو کسانو، پلي روانو او د خپل ځان په اړه بې باکي کړې ده".

شان ډیویس د هغه په حق کې د شوې پرېکړې مخالفت کړی.

د بریتانیا د "مسلکي چلوونکو مؤسسې" ویاند ویلي، په یوه ساعت کې د موتر ۳۰۹ کیلومتره چټکوالی تر هغې کچې ډېر لوړ ښکاري چې د سرعت ثبتولو کامرو ثبت کړي دي.

ددغې مؤسسې د پلان او څېړنو مشر ویلي، تاسو په یوه سړک معمولاً په دې سرعت سره خپل موټر ځغلولی شئ. خو هغه په یوه دقیقه کې درې میله واټن وهلی.

نیل ګریک وايي: "ستونزه د هغه د موټر په ځغلولو کې نه شته، بلکې هغه د نورو کسانو خیال نه دی ساتلی".

شان ډیویس به د زندان سربېره، لس کاله موټر نه شي چلولی، او یوځل بیا باید د موټر چلونې آزموینه ورکړي چې وکړای شي د چلولو جواز ترلاسه کړي.

د ښاغلي ډیویس ۲۳ کلنې لور د "خطرناکې موټر چلونې د هڅولو" په تور مجرمه ګڼل شوې، او دوه کاله له موټر چلولو منع اعلان شوې ده.

پولیسو ویلي، دغه وېډیو ښيي چې ګنې هغې خپل پلار هڅولی چې د موټر تېزوالی ډېر کړي.