سعودي درې ايرانيان د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام کړي

د انځور حقوق Saudi Ministry of Interior

د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې درې ايرانيان يې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو اعدام کړي دي.

دغه خبرپاڼه چې د يکشنبې پر ورځ (۸ نومبر) خپره شوه، د دغو دريو کسانو نومونه نبي بخش جوس، محمد اکرم بلوچ او اميد بوليده ښودل شوي.

په يادو شويو کسانو تور و، چې تر اندازې زيات مخدره توکي يې د اوبو له لارې عربستان ته لېږدول، چې د دې هېواد محکمې په اعدام محکوم کړل.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه کسان د دې هېواد په جنوب دمام ښار کې اعدام شوي دي.

همدا ډول دری کاله وړاندې هم يو شمېر ايرانيان په سعودي عربستان کې اعدام شوي وو او ايران پرې سختې نيوکې کړې وې.

د اعدام دغه نوې پېښې د سعودي او ايران تر منځ د وروستيو لانجو او تاوتريخوالي وروسته ترسره کېږي.

ايران هم ډېری افغان د قاچاق او ځينو نورو تورونو له کبله اعداموي.

افغان چارواکي وايي له ايراني چارواکو يې غوښتي چې په دې هېواد کې پر اعدام د محکوم شويو افغانانو سزا دې په عمري بند واړوي، خو ايران يې غوښتنه بابېزه ګڼلې ده.

پر قاچاق سربېره په دې هېواد کې په وژلو، زنا، کفر ويلو او جادوګرۍ هم د اعدام سزا پلې کېږي.

عربستان، ايران او چين هغه هېوادونه دي چې د اعدام د لوړې کچې سزا له امله پرې د بشري حقونو د ډلو له خوا تل نيوکې کېږي.

د بښنې د نړيوال سازمان په وينا د ۲۰۱۵ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ۱۰۰ ډېر کسان سعودي کې اعدام شوي دي.