هند کې لومړی ځل د دریم جنسیت پولیس افسر ګومارنه

د انځور حقوق
Image caption د هند سترې محکمې تېرکال اپریل کې جنسیت بدلونکي دریم جنیسیت وبلل

د یوې محکمې له پرېکړې وروسته د هند تامل ناډو پولیسو کې یو کس، چې خپل جنیست یې بدل کړی لومړی ځل د افسریت پر دنده ګومارل کېږي.

کي پریتیکها یاشیني، چې نارینه زېږېدلی و او وروسته یې د جنسیت بدلون لپاره جراحي عملیات وکړل، پولیسو کې د افسرۍ په توګه ګومارنې لپاره درخواست کړی و.

خو په ایالت کې د پولیسو ګومارني بورډ دریم جنسیت ته په دندې د ګومارل کېدو اجازه ور نه کړه، چې له کبله یې یاشیني محکمې کې عریضه وکړه.

د مدراس چنای سیمې کې اوس محکمې د پریتیکها حق کې پرېکړه کړې. د هند این ډي ټي وي د پریتیکها له قوله ویلي، چې:

''زه خوښه یم، دا د ټولې هغې ټولنې لپاره چې جنسیت یې بدل کړی دی یو نوی پیل دی.''

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، چې 'د دغه ډول ګومارنې پر ټولنیز اهمیت سترګې نه شي پټیدای چې دې سره به د جنسیت بدلونکو قضیه پیاوړې شي. یاشیني باید د ازموینې تر پایه برخه ولري او باید په منځ کې یې مخه ډب نه شي.'

د محکمې پرېکړه

د هند سترې محکمې تېرکال اپریل کې جنسیت بدلوونکي دریم جنیسیت وبلل.

د پرېکړې معنا دا وه، چې حکومت باید جنسیت بدلوونکو ته په حکومتي دندو کې ونډه ځانګړې کړي او له نورو لږکیو سره یو ډول حقوق او بنسټیزې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

داسې اټکل کېږي، چې هند کې داسې دوه میلیونه کسان دي، چې په دغه کټګورۍ کې شامل بلل کېږي.

په داسې حال کې، چې ټایمز اف انډیا ورځپاڼه په یوه رپوټ کې لیکې، تامل ناډو کې د دریم جنسیت درې نور د ټیټ پوړ افسران شته، خو نورې هندۍ رسنۍ بیا وايي، چې پریتیکها به ټول هېواد کې د دریم جنسیت لومړنۍ پولیس افسره وي.

پریتیکها د پردیپ کومار په نوم د خپل پلار کې زېږېدلی و، خو د کمپوټر متخصص په توګه او له جراحي عملیاتو مخکې یې د خپل پلار کور پرېښود.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې نوموړې له کوچنیوالي د پولیسو افسر په توګه د دندې لرلو هیله درلوده.