استراليا کې کډوالو خپل توقيف ځای ته اور اچولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اور له امله د دغه توقيف ځای روغتيايي مرکزونو، تعليمي ادارو او سپورتي ځايونو ته زيان رسېدلی دی

په استراليا کې چارواکي وايي د دغه هېواد د کريسمس ټاپو توقيف ځای کې چې ناقانونه کډوال په کې ساتل کېږي، بنديانو خپله اور اچولی دی.

د استراليا د کډوالو ادارې په يوه خبرپاڼه کې د اور لګېدل تاييد کړي، ويلي يې دي چې د ''خونديتوب په موخه يې'' له دغه ځايه د توقيف ځای ساتونکي وېستلي دي.

د اور له امله د دغه توقيف ځای روغتيايي مرکزونو، تعليمي ادارو او سپورتي ځايونو ته زيان رسېدلی دی.

خبرپاڼې دغلته د سترې بلوا خبرونه رد کړي، خو په کې ويل شوي په توقيف ځای کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره وضعيت د اندېښنې وړ دی.

په کريسمس ټاپو کې د نوي زيلاند د هغو اتباعو کورونه هم دي، چې په استراليا کې له نه منل کېدو وروسته بېرته ويستل کېدو سره مخامخ دي.

د بلوا لامل

د کډوالو په دغه پنډغالي کې وروسته له هغې ناکراريو زور واخيست چې د ایران يو کردی وګړی له دغه توقيف ځایه وتښتېد او مړی يې يو ورځ وروسته د يوه ګړنګ په بېخ کې وموندل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي: ''د ايراني زندانيانو يوې ډلې په سوله ييز لاريون کې برخه واخيسته. دغه لاريون د مړه شوي کس په اعتراض کې شوی و، خو وروسته په تاوتريخوالي واوښت.''

خپرپاڼه زياتوي سوله ييز لاريون د هر بندي حق دی، خو ځينو نورو زندانيانو له دې حالت نه ناوړه ګټه پورته کړه او عامه ځايونو ته يې زيان واړاوه.

دغلته د کډوالو يوه سمبالووونکي ويلي: ''مړه شوي زنداني په بند کې خپلو نورو ملګرو ته ويلي و چې نور په زندان کې د پاتې کېدو زغم نه لري او غواړي ووځي.''

استراليا بيا بيا له بهرنيو هېوادونو نه ورغلو پناه غوښتونکو ته ويلي، هغو کډوالو ته به پناه ور نه کړي چې د کښتيو له لارې استراليا ته د رسېدو په تکل کې دي.

ورته مطالب